انتخاباتو کمېسيون د پنځو ولايتونو د ټاکنو پايلې اعلان کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۵)

د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون پرون ناوخته د پنځو نورو ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو پايلې اعلان کړې.

د دغه کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد يوې خبري غونډې ته د پنجشير، لغمان، کاپيسا زابل او نيمروز ولايتونو د برياليو نوماندانو نومونه په ډاګه کړل.

د صياد په وينا، له زابل ولايت څخه ولسي جرګې ته قادر قلاتوال، حميدالله توخي او زهرا توخي کامياب شوي، له لغمان ولايت څخه محمد رفيع مموزی، محمد عالم قرار، او زيفنون صافۍ تر ټولو مخکې دي، له کاپيسا څخه میرداد نجرابی، حیدر افضلي، اقبال صافی او خديجه الهام د مخکښو کسانو په نوملړ کې دي.

دغه راز نوموړی زیاتوي، له پنجشير ولايت څخه زلمی نوري، راحله سليم بريالي دي او له نيمروز څخه فريده احمدي او ګل احمد ميرزاد تر نورو مخکې دي.

دا د لسي جرګې د کاميابو نوماندانو د پايلو دوهم اعلان و چې تر دې مخکې د دايکندي، باميان، جوزجان، فراه او روزګان ولايتونو پايلې اعلان شوې وې.

د افغانستان د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وايي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال له يوولس زره څخه زيات د درغليو، په ټاکنو کې د لاسوهنې او زورزياتي شکايتونه ثبت شوي دي.

د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د وکيلانو له خولې داسې راپورونه هم ورکول شول چې د پارلمان څوکۍ په څلور سوه زره ډالره پلورل کېږي او هغه څوک چې بريالي شوي نه وي خو پیسې ولري نو کولی شي چې د پيسو په بدل کې ځانته په پارلمان کې څوکۍ وپلوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close