انتخاباتو کمېسیون خپلې رسمي غونډې د رئيس په کور کې کوي

ښايي سياسي ګوندونه نن په ټول هېواد کې انتخاباتي دفترونه وتړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)

په کابل کې د انتخاباتو د کمېسيون د دفتر د تړلو له کبله د دغه کمېسیون غړي خپلې رسمي غونډې د رئیس په کور کې کوي.

شاوخوا لس ورځې کېږي چې په کابل کې د انتخاباتو کمېسيون دفتر د ايستل شويو نوماندانو د پلويانو له لوري تړل شوي، چې د مسوولينو په وينا د کمېسيون چارې يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

د مسوولينو په وينا، د رايه ورکولو د نوماندانو ليست او د پاڼو د چاپ طرحه هم د عبدالبديع صياد په کور کې لاسليک چې په بهر کې به چاپ او يوناما ته سپارل شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون کمشنر سيد حفيظ الله هاشمي وايي، د رايه ورکولو د پاڼو امضاء کول چې مهمه او لانجمنه مسله وه همالته د “د ټاکنو د رئيس په کور کې” لاسليک شوې ده.

هاشمي تر دې مخکې ويلي و چې د کمېسيون د دفتر تړل د انتخاباتو چارې له خنډ سره مخ کولی شي په وينا يې چارواکو ورسره تېره اوونۍ ژمنه کړې وه چې ژر به د ټاکنو کمېسيون تړلې دروازې پرانيزي او خيمې به ليرې کړي چې لا هم دغه کار نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ راپورونه ورکول شول چې د سياسي ګوندونو هغه نيټه چې یاد کمېسيون ته يې ورکړې وه تېره ور ځ پوره شوې او ښايي نن د شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د انتخاباتو دفترونو دروازې وتړي.

سياسي ګوندونه وايي، حکومت د شفافو انتخاباتو اراده نه لري او په اوسني شکل ټاکنې به له درغليو ډکې وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close