انتخاباتو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لويې ستونزې حل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳)

د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون وايي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لويې ستونزې له منځه تللي دي.

د ټاکنو په وړاندې لویه ستونزه په هېواد کې نا امني او د سياسي ګوندونو مخالفت و چې د ټاکنو کمېسيون يې په اړه ډاډ ورکړی دی.

د کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، له ولسمشر غني، د قول اردوګانو له مسوولينو، د بهرنيو ځواکونو او نورو امنيتي ادارو سره د راتلونکو ټاکنو د امنيت په برخه کې خبرې شوي دي.

دغه راز نوموړی وايي، د “ملي ایتلاف” په نوم د سياسي ګوندونو غوښتنو ته هرکلی ويل شوی او په دې اړه کوم مشکل نشته.

تیره ورځ د سياسي ګوندونو “لوی ملي ایتلاف” یوه غړي همايون همايون وويل، حکومت او د انتخاباتو کميسيون د شفافو انتخاباتو لپاره د دوى پېشنهادونه او غوښتنې منلې دي.

د “لوی ملي ایتلاف” په نوم د سياسي ګوندونو پلويانو له تيرې شاوخوا يوې نيمې اوونۍ راهيسې په يو شمير ولايتونو کې د ټاکنو په اړه اعتراضونه لرل او د ټاکنو کمېسيون ځينې ولايتي دفترونه يې تړلي و.

خوپرون د ايتلاف پلويانو خپل اعتراضونه په مشروط ډول پای ته ورسول او د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونو دروازې يې بيرته پرانيستلې.

حفيظ الله هاشمي تاييدوي چې ټول هغه دفترونه پرانيستل شوي چې د ايتلاف پلويانو له لوري تړل شوي و.

د بايو ميټريک په سستم رایه ورکول او د ټاکنو له بهير څخه د سياسي ګوندونو څارنه د ايتلاف اساسي غوښتنې دي.

ټاکل شوې چې د تلې مياشتې د اته ويشتمې نيټې انتخاباتو لپاره به راروانه جمعه د تلې په شپږمه کمپاينونه پيل او د همدغه مياشتې تر شپږويشتمې نيټې به جاري وي.

د شنونکو په باور، که څه هم د انتخاباتو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو په اړه ډاډ څرګندوي خو لا هم په هېواد کې امنيت او په ټاکنو د خلکو د بې باورۍ له کبله ښايي ډيری هېوادوال په ټاکنو کې برخه وانخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close