انتخابات: د اویا زره ځواکونو ګمارنه او تر دولس بجو ۱۶۶ بریدونه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

د کورنيو چارو او دفاع وزارت وايي، په ټول هېواد کې د رايه اچونې د مرکزونو امنيت ساتنې لپاره اويا زره سرتيري ګمارل شوي دي خو طالبان بيا له يونیم سل تر زياتو بریدونو او چاودنو راپورونه ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجیب دانش وايي، له غزني او کندهار پرته په ټولو ولايتونو کې د انتخاباتو د امنيت ساتنې لپاره اويا زره ځواکونه ګمارل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو اړيکو سلاکار بهار مهر وايي، نن له غرمې مخکې د کابل ښار په دولسمه، پنځلسمه، شپاړلسمه امنیتي، څلورمه حوزو د انتخاباتو مرکزونو ته څېرمه چاودنې شوي خو چاته پکې د سر زیان نه دی اوښتی.

خو د کارته پروان څخه عیني شاهدان وايي، په یاده سيمه کې په چاودنه کې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

که څه هم چارواکو په هېواد د امنيتي پېښو په تړاو په ډيرو سيمو کې د چاودنو او بريدونو په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې له سهار تر غرمې دولس بجو پورې د دوی وسله والو (۱۶۶) بريدونه کړي دي.

د مجاهد په وينا، دغه بريدونه په ټول هېواد کې په انتخاباتي سايټونو، پوستو، مرکزونو او پوځي ځايونو ترسره شوي دي.

نوموړی زياتوي، په دغه بريدونو کې لسګونه عسکر، پوليس او استخاراتي کارکوونکي وژل شوي، سلګونه انتخاباتي مرکزونه ویجاړ شوي، بند شوي او لسګونه انتخاباتي کارکوونکي د طالبانو له لوري ژوندي نيول شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې خبرداری ورکړی چې هېوادوال دې د انتخاباتو په نوم (جعلي پروسه) کې ګډون نه کوي ځکه په وينا يې په دغه ورځ به انتخاباتي کارمندان د طالبانو تر بريدونو لاندې وي او دوی به اجازه ورنکړي چې ټاکنې ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close