انتخابات که انتصابات؟

سرليکنه

جعلي او د پرديو په لاس جوړ حکومت او له بهره اوبه کېدونکي سازمانونه ولس ته په سترګو کې خاورې ور اچوي او په انتخاباتو (!) کې برخې اخیستنې ته یې هڅوي. په يوه او بل نامه یې د نوماندانو انځورونه په لارو-کوڅو کې پوسټر کړي دي څو انتصابي حکومت د انتصابي ټاکنو تبليغ ته لاره برابره کړي.

په تېرو څو دورو کې افغان ولس په نيم زړه رايه ورکړه؛ که د دې جعلي حکومت د خيالي واکمنو واک ورته څرګند واى هيچا، آن د امريکا پر دسترخوان ناستو به هم، رايه نه واى ورکړې، ځکه څه چې د دې خیالي حکومت په جوړولو کې وشول ټول ولس ترې خبر شو، د خپلو رایو په بې ارزښتوب او د واکمنانو په انتصاب نور هم باوري شول.

په اصل کې، د ولسي جرګې لپاره ټاکنې د ولس په رايو او خوښه سر ته نه رسيږي.. سر له اوسه هغه څوک په نظر کې نيول شوي چې د موجوده حکومت په څېر یې دمخه انتصابي لیست برابر شوی، خو ولس ته په دې دوکه ورکوي چې ستاسې په رايو به پارلمان ته لار کوي او ستاسې نمايندګي به کوي.

يو حکومت چې له پیله د ولس په ګټه تمام نه شي او پر ځای د دې چې ولس ته د سکون، ارام او سوکالۍ زمينه برابره کړي، ولس یې په وير او ماتم اخته کړی دى. ولس یې د ډول ډول غذابونو په اورکې سوځي، په ولس یې د خوښيو مراسم په غم بدل کړي دي. د يوه داسې حکومت پارلمان به ولس ته څه ګټه ورسوي چې حکومت یې د نورو په اشاره خپل ولس بمباروي؟

افغان ولس ته د تېرو دوو دورو حکومتونه څرګند شول. هغه څه چې ورته شعار ګرځول شوی و د سر په سترګو یې ليدل. هيڅ وخت به بيا د جعلي حکومت په خيالي انتخاباتو (انتصاباتو) دوکه نه شي، هيڅ وخت به خپل ضمير ونه پلوري، هيڅ وخت به پر جنازو او ودونو بمبار هېر نه کړي، هيڅ وخت به خپل هېواد کې د نورو واکنۍ ته زمينه برابره نه کړي او هيڅ وخت به په داسې ټاکنو کې برخه وانخلي چې د نورو په زين کړو آسونو تر پارلمانه ورسيږي.

په لومړي سر کې خو انتخابات هيڅ مشروعيت نه لري، او بيا په داسې نامشروع حکومت کې له سره مشروعیت نه لري چې د ځمکې او اسمان اختيار یې د بل په واک کې وي.

 ولس اوس ويښ شوی دى. ولس اوس ښه پوه دى چې روانې ټاکنې د ملي ګټو د خونديتوب پر خلاف ټاکنې دي چې د اشغالګرو وحشت او د جګړې دوام ته زمينه سازي کوي.

هغه ولسي وګړي چې د خيالي او جعلي حکومت کړه وړه ورته څرګند دي هغوی ته د وينا اوليکلو اړتيا نه شته، خو پر هغو ناخبرو ولسي وګړو چې سترګې یې د پرديو په رانجو تورې دي غږ کوو چې د غلام او مزدور حکومت پارلمان هم غلام وي.. لکه څرنګه چې یې د حکومتولۍ واګې د بل په لاس کې دي، دا ډول یې د پارلمان د پرېکړو واک او واګې هم د بل په لاس کې دي.

د خوښۍ ځای دی چې زموږ غيرتي، مؤمن او په خپلو مقدساتو او ملي ارزښتونو  سر ورکوونکی ولس په هر څه پوه دی. سر له اوسه یې له ټاکنيز بهير سره خپل پرېکون اعلان کړی، او هيڅ وخت به د اسلامي او افغاني اصولو پر خلاف ټاکنو کې نه يوازې دا چې برخه پکې وانخلي بلکې کرکه او نفرت به ترې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړي او د پرديو غلامانو مسخه شوې څېرې به رسوا کړل شي.

لکه څرنګه چې د مخه د پرديو په اشاره پارلمان) اداره جوړ شوی و، راتلونکې ولسي جرګه به یې ولسي نه بلکې د مزدورانو يوه ډله وي چې د ولسي جرګې په نوم به پر افغان ولس ورتپل کيږي.

 خو، ان شاالله، زموږ مؤمن او زمري-زړى ولس به د ا ډول انتصابي ټاکنې خپلو موخو رسېدو ته پرينږدي، او په خپل نه ګډون به د اشغالګرو ټولې هڅې له خاورو سره ورخاورې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close