اندونيزيا: پر يوه ښوونځي د سېلاب د ورتلو له امله ۲۷ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)

د انديزيا په سوماترا ټاپو کې د سيلاب د راوتلو له کبله اووه ويشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي راپورونه وايي، دغه سيلاب په ناڅاپي ډول په يوه ښوونځي ورغلی چې په ترڅ کې يې د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي.

ځآيي مسوولين وايي، پېښه د یاد ټاپو په موراسلاډي کلي کې رامنځته شوې ده چې د مړو شويو له ډلې ډيری يې زده کوونکي دي.

د اندونيزيا د بيړنيو او طبيعي پيښو سره د مبارزې مسوولين وايي، چې هر کال په دغه هېواد کې ورته ډول سیلابونه او زلزلې راځي خو سږ کال د دغه پيښو کچه لوړه وه چې تر دې دمه پکې زرګونه اندونيزيایانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې ده، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې په اندونيزيا کې سختې زلزله نږدې دوه زره کسان ووژل، زرګونه ودانۍ يې ويجاړې کړې چې له کبله يې لسګونه زره کسانو بې کوره شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close