اندونيزيا چارواکي: ښايي په زلزله او طوفان کې د مړو شمير زرګونو ته ورسېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۸)

د اندونيزيا په سولاويسي ټاپو کې وړمه ورځ سخته زلزله وشوه چې تيره ورځ يې هم ټکانونه محسوسېدل او د مسوولينو په وينا په دغه طوفان او زلزله کې تر دې دمه څلور سوه کسان مړه شوي او (پنځه سوه پنځوس) نور ټپيان دي.

د اندونيزيا مرستيال ولسمشر جوسف کالا ويلي، تر اوسه د ټولو تلفاتو کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، سلګونه کسان لا هم لادرکه دي او ښايي په زلزله کې د مړو شويو شمير تر زرګونو ورسېږي.

مسوولينو د سونامي شدت په یوه ساعت کې (اته سوه) کيلو متره ښودلی او د رېښتر په کچه (اووه اعشاريه پنځه درجې) زلزله وه چې مرکز يې د سيلانيانو مشهور ټاپو د (پالو) شمال خوا ۷۷ کيلومتره کې د ځمکې لاندې لس کيلو متره و.

له زلزلې وروسته د سونامې څپې د درې مترو په اندازه کې پورته شوي چې د پالو ټاپو زياته سيمه يې زيانمه کړې، ډير خلک د ویجاړو شويو ودانيو لاندې دي چې له کبله يې زيات خلک هم مړه شوي دي.

پالو ټاپو ته ورغلې لويې لارې د ځمکښویېدنې له کبله بندې شوي او د برېښنا د پرې کېدو له کبله له ښار سره اړیکه نه نیول کېږي.

د اندونيزيا د طبیعي پېښو د ژغورنې د ادارې وياند سوټوپوپروو نګروهو تيره ورځ رسنيو ته وويل، زلزلې او طوفانونو په پالو کې زرګونه کورونه، روغتونونه، مارکيټونه او هوټلونه ويجاړ کړي او تر څنګ يې په ډونګالا ښار کې هم خلکو ته سخت زيانونه اړولي دي.

د نګروهو په وينا، د ټاپو له ساحلي سيمو سلګونه مړي ترلاسه شوي او لا هم کره معلومات نشته سلګونه نور ورک دي ځکه په وينا يې د سونامې د راتلو پر مهال ساحل ته نږدې سلګونه کسان د یوه جشن لپاره راټول شوي و.

چارواکي زياتوي، سيمې ته يې روغتيايي ډلې لېږلي او په بيړنيو روغتونونو کې د ټپيانو تداوي روانه ده.

د تيرې اګست مياشتې په لومړيو کې هم د اندونيزيا په لومبوک ټاپو کې د زلزلې له کبله (څلور سوه شپيته) تنو ژوند له لاسه ورکړ او په ۲۰۰۴ کال کې سونامي او زلزلې د سوماترو ټاپو ویجاړ کړ چې ۲۲۶۰۰۰ کسان پکې مړه شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close