اندونيزيا کې زلزلې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

راپورونه وايي، د اندونيزيا په سولاويسي ولايت کې سختې زلزلې لږ تر لږه دېرش کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي دي.

دغه زلزله پرون ناوخته شوې چې شدت يې اووه اعشاريه پنځه درجې ښودل شوی دی.

ای پي خبري ادارې ويلي، سمندري طوفان له کبله سخته زلزه وشوه چې په سولاویسي ولايت کې دوه ښارونه ډير زيانمن شوي او په پراخه کچه ودانۍ زيانمنې شوي او په پالو سيمه کې يو لوی پل هم لوېدلی دی.

د تير اګست مياشت کې هم په اندونيزيا کې د سختې زلزلې له کبله (څلورسوه شپيته) تنو ژوند له لاسه ورکړ.

د اندونيزيا څېړنيز دفتر مسوول محمد سیوګي ويلي، په پرونۍ زلزله کې ډیری کسان وژل شوي چې تر اوسه يې کره شمير نه دی معلوم شوی.

د اندونيزيا يوه وزير ويلي، په ځپل شوي ولايت کې د اړيکو وسيلې کار نه کوي او په ښار کې د الوتکو ځغاستليکه هم ويجاړه شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close