اندونیزیاد ریختر په کچه ۷ درجې زلزلې کې لسګونه کسان وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۵)

د اندونیزیا چارواکي وایي چې، تیره ورځ د دې هیواد د لومبورګ ټاپو کې یوې قوي زلزلې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي.
چارواکي وایي زلزله د ځمکې په لس کیلومتره عمق کې رامنځته شوې چې له امله یې ۸۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، زلزلې په پراخه کچه مالي زیانونه هم اړولي او لسګونه سیاحتي تم ځایونه، کورونه او دکانونه یې له منځه وړي.

دا زلزله داسې مهال کیږي چې پوره یوه اونۍ وړاندې هم په یاده جزیره کې د ۶.۴ درجې یوې زلزلې له امله ۱۶ کسان وژل شوي وو.
دغه جزیره یوه سیاحتي سیمه ده چې ګڼ سیلانیان یې لیدنې ته ورځي.

د زلزلې له امله د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی، خو چارواکي یې جدي نه بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close