اندونیزیایي رسنۍ: دهیواد مشر مو دافغان سولې د غونډې له کوربه توب نه تبلیغاتي ګټه اخلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د طالبانو تر وضاحت لیک وروسته د افغان سولې په اړوند د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا د علماؤ جوړیدونکې غونډه چې ټاکل شوې د دې میاشتې په وروستیو کې د اندونیزیا په پلازمینه جاکرتا کې دایره شي، ددې هیواد په رسنیو کې ګرمه رسنيزه موضوع ګرځیدلې.

د اندونیزیا د حکومت سیاسي مخالفین او رسنۍ په دې باور دي چې ولسمشر “جوکو ویدیدو“ غواړي د افغان سولې په اړه د علماؤ له غونډې څخه دخپل هیواد د راتلونکو ټاکنو پخاطر د یو تبليغاتي ابزار په توګه ګټه واخلي، تر څو په کور دننه خپل ملاتړ زيات او د دې هیواد د راتلونکو ټاکنو ګټلو ته یې له موقع څخه په استفادې دخلکو دجلبولو لپاره ښه کمپیان ترسره کړی وي.

د اندونیزیا مشهوره رسنۍ «جارکارتا پوسټ» لیکي؛ طالبانو په یوه هر اړخیز وضاحت لیک کې په ډاګه ویلي چې دا غونډه د کفارو له خوا طراحي شوې چې د ورځپاڼې په باور د طالبانو دې لیک اندونیزیایي ولسمشر سخت تحقير کړی دی.

جاکرتا پوسټ لیکي؛ ولسمشر “ویدیدو“ غواړي له افغان سولې څخه د تبلیغاتي سوژې په حیث کار واخلي او په دې توګه خپل ځان د اسلامي نړۍ یو لوی رهبر هم معرفي کړي، ځکه چې په خبره یې د نوموړي مخالفین په دې باور دي چې د فلسطین او روهنګیا په باره کې د نوموړي توند دریځ داښیي چې نوموړی یواځې په ظاهره ځان د مسلمانانو خواخوږی معرفي کوي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ که جمهور رئیس وتوانیده چې د افغان جګړې ښکیلې خواوې د مذاکرې میز ته راولي، په انتخاباتو کې د بریالیتوب چانس یې زیاتیږي.

اندونیزیایي رسنۍ وایي؛ ولسمشر ویدیدو د خپل لومړي مرستیال په مټ ډیره هڅه کوي تر څو دې ناستې ته زمینه برابره کړي تر څو په کوردننه ملاتړ خپل کړي.

د نوموړي لومړي مرستیال تر دې وړاندې د دې هیواد له جدایي غوښتونکو او همداراز د مسیحیانو او مسلمانانو تر منځ د مخالفتونو ترمنځ یو جوړجاړی کړی و ، چې ولسمشر اټکل کوي هماغه تجربه به په افغانستان کې هم تکرار کړي.

ورځپاڼې خپل حکومت ته مشوره ورکړې چې د افغان مسئلې ته دې د خپلو جدایي غوښتونکو د اختلافاتو په څیر نه ګوري او زیاتوي “د افغانستان مسئله تر هغه ډیره پیچلې ده څنګه یې چې د اندونیزیا دولت ارزوي ”
ورځپاڼه وایي؛ افغانستان له موږ څخه د جغرافیې په لحاظ هم لرې ده او جنګ هم په کې ۴۰ کلنه سابقه لري او تر څنګ یې د امریکا په څیر نړیوال قدرت هم دجنګ یو لوری ده هغه څه چې د اندونیزیایي مشرانو تر واک اوځواک لوړه خبره ده.
باید وویل شي چې ټاکل شوې وه یاده غونډه د روانې میاشتې په ۱۵ او ۱۶ ترسره شي خو د طالبانو تر وضاحت لیک وروسته غونډه د میاشتې ترپايه وځنډول شوه.
د اندونیزیا د علماؤ مشر ویلي؛ دوی ته د طالبانو لیک رسیدلی او دوی په دې تړاو تر څیړنو وروسته فیصله کوي.

دا لومړی ځل دی چې اندونیزیایي رسنۍ د افغان سولې په اړه د اندونیزیا د پردې تر شا هڅو راز پاشي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم ګڼو هیوادونو له افغان سولې څخه د خپلو موخو په خاطر ګټه خپله کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close