انزایم : هغه مواد چې د ټولو حیاتي دندو د سرته رسولو وظیفه په غاړه لري

لیکنه : هارون یحیی
ژباړه : عبدالفتاح فاتح
لړی (۲)
انزایمونه هغه مواد دي چې په بدن کې ترسره کېدونکو ټولو حیاتي فعالیتونو او تعاملونو ته سرعت ورکوي او په چټکۍ سره یې سرته رسوي .
په عادي حالت کې انسان کولای شي یوه جمله په څو ثانیو کې ووایي خو که چېرې په بدن کې د شته انزایمونو له ډلې څخه یو یې کار پرېږدي د همدې جملې ویل به نږدې (۱۵۰۰) کاله وغواړي
انزایمونه په بدن کې دننه حجرې فعالوي او د تعاملاتو سرعت ۱۰ بلیونه ځلې زیاتوي
د انزایمونو په نه موجودیت کې هغه حجرې چې غواړې په تعاملاتو کې برخه واخلي او انسان ته ژوند وروبخښي ، له یو بل سره هیڅ اړیکه نشي ټینګولای ،حرکت یې ډېر ورو وي او تقریبا د یوې وړې جملې د لوستلو په اندازه وخت کې خپل ژوند پای ته رسوي .
انزایمونه د حجرې ټولې دندې په مخ وړې که چېرې دوی خپل کار ودروي دا به ډېره مشکله وي چې په یو وخت او پخوانی چټکتیا سره دې بیرته دې خپله دنده سرته ورسوي
معاصره ټکنالوژی له دومره سترو طبي اسانتیاوو سره ، سره نشي کولای داسې یو سیسټم جوړ کړي چې اقلا دې له دې نظام سره پرتله شي .
د تکامل د نظریې لارویان په دې اند دي چې دا هر څه طبیعت منځ ته راوړي او په خپله خوښه لاسته راغلي خو دوی له دې دومره سترو ساینسي معلوماتو او اسانتیاوو سره ، سره نشي کولای دا ډول یو نظم کافي کړی او نه هم کولای شي خپله داسې یو څه تولید کړي چې تعاملات او دندې دې د انزایم په سرعت سرته ورسوي
دا واقعیت موږ ته دا راښيي چې داسې یو عجیب سیسټم کله هم په خپل سر او د یوې بې حسې او بې شعوره مادې په واسطه منځ ته نشي راتلای .
ځکه نو هر انسان ته اړینه ده چې په زړه کې د یو داسې خالق وجود ته انعکاس ورکړي څوک چې د ځمکې او اسمانانو خالق او د هر نارینه او ښخینه په بدن کې د انزایمونو پیدا کوونکی دی
لکه چې فرمايي :
( او تاسو نه وینی اې انسانانو چې الله تعالی مسخر کړي دي هر هغه څه چې په ځمکه کې دي او هغه څه چې په اسمانانو کې دي او تمام کړي یې دي په تاسو خپل نعمتونه ، په ښکاره او پټه دواړو باندې ) سوره لقمان -۲۰

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close