انقره د خاشقجي د وژل کېدو ’غږیز او ویډیويي اسناد‘ لري

کابل.کام – د تلې ۲۰مه، ۱۳۹۷:

امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي انقرې واشنګټن ته د داسې غږیزو او ویډیويي ریکارډونو د ترلاسه کولو خبر ورکړی چې په استانبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ په منځ کې د سعودی ژورنالیست، جمال خاشقجي، وژنه او د بدن ټوټې ټوټې کېدنه ثابتوي.

ورځپاڼې د امریکایي او ترکي چارواکو له خولې لیکلي، غږیزو ریکارډونو کې اورېدل کيږي چې د سعودي د امنیت یوه ډله د خاشقجي تر وژلو او د هغه د بدن تر ټوټې ټوټې کولو مخکې هغه بندي کوي.

دا غږیز ریکارډونه د خاشقجي او له هغه سره د تحقیق کوونکو آوازونه او د هغه د تعذیب او وژنې څرنګوالي هم ښیي. فایلونه ښيي چې د امنیت ډله خاشقجي وهي.

واشنګټن پوسټ ټینګار کوي چې امنیتي ډله د خاشقجي تر وژلو وروسته د سعودي کونسلر کور ته ولاړه.

ترکي چارواکي اندېښمن دي چې د دې صوتي اسنادو په عامه ډول خپرېدلو سره به پر ډیپلوماټیکو ځایونو د دوی د جاسوسۍ کولو کړنلاره افشا شي، او له همدې امله د دې فایلونو له خپراوي ډډه کوي.

معلومه نه ده چې ایا امریکايي چارواکو دا غږیز او ویډيويي اسناد لیدلي / اورېدلي او که نه، خو ترکي چارواکي وايي چې د دې فایلونو محتوا یې واشنګټن ته تشریح کړې ده.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

په استانبول کې د الجزیرة خبریال د ترکیې د امنیتي سرچینو له قوله وایي چې ترکي استخباراتو د تحقیق د پایلو هغه معلومات نورو غربي هیوادونو، لکه برتانیا او فرانسې، ته هم سپارلي چې د اکتوبر په دویمه په استانبول کې سعودي کونسلګرۍ ته د خاشقجي تر ننوتولو وروسته د هغه وژنه ثابتوي.

په تازه پرمختګ کې، د ترکیې د ولسمشر ویاند، ابراهیم قالن، ویلي چې د سعودي په غوښتنه به یوه ډله تشکیل شي چې د خاشقجي د برخلیک په اړه به په ګډه معلومات راغونډ کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاویش اوغلو، ویلي چې په استانبول کې به د خاشقجي د تري تم کېدو په اړه د مسلکي اشخاصو په مرسته دقیقه او هر اړخیزه پلټنه پلټنه پیل شي، خو سعودي هم باید په دې اړه مرسته وکړي.

استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري
استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري

له دې مخکې ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و چې ترکیه به هیڅکله د داسې غیر عادې پیښو په اړه غلې پاتې نه شي.

امریکایي ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د فوکس نیوز چینل ته نن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې خاشقجي سعودي قونسلګرۍ ته ننوتی، خو بېرته نه دی راوتلی. ټرمپ زیاته کړې، مونږ هغه څه ته چې له خاشقچي سره شوي نږدې کیږو.

له بل پلوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هیدرناورټ، له ریاضه د واشنګټن پر لور د روانېدو پر مهال سعودي سفیر ته سپارښتنه وکړه چې د جمال خاشقجي په اړه معلومات اماده کړي، او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن له انقرې سره د خاشقجي د تري تم کېدا په اړه په پلټنو کې د مرستې ژمنه کړې ده.

ــــــ

س: الجزیرة او واشنګټن پوسټ

ژ: عزیر اسدخېل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close