انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

ټول خوشبو خوشبو يې، وږمې شیندې ګلاب ګل غازي

يې انقلابي پسرلی هم ريحان سنبل غازي

څنګه چې بلبل ښکليو ګلونو ته مستي کوي

ته هم جنګ ډګر ته په مستۍ ورځې اتل غازي

نه به چاته پړ شې نه به خړ شې بريالی به وې

لوی الله نصرت دی ګام په ګام درسره مل غازي

ته د مسلمه امت اسره يې مجاهد اشنا

ټولو مؤمنانو يې منلی سل په سل غازي

بيا په صليبيانو چنګېزيانو قيامت جوړ کړه

وه پړکوه توره د دې عصر ارطغرل غازي

دا چې عقابي جانان دې هر ځای کې ستاينه کړي

تا ته يې ډالۍ دی هر يو شعر او غزل غازي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close