انور سادات او هر امریکا پلوي ته د ایران د پاچا نصیحت

لیکنه : نعمان منلی

د مصر وتلی ادیب او لیکوال انیس منصور وایي: د ایران پاچا دا نصیحت پخپل غږ کې راته ثبت کړ او ما ته یې راکړ چې دا زما له خوا انور سادات ته ورسوه، دا هغه ته زما مهم نصیحت دی، هغه ټینګار وکړ چې سادات یې باید خامخا عملي کړي.

د ایران پاچا انور سادات ته پخپل نصیحت کې وایي : په دې سیمه کې چې ما امریکایانو ته څومره خدمت کړی دی بل هیچا به نه یې کړی، خو امریکایان هیڅ اصول او اخلاق نه پېژني، یو وخت یوه نڅا ځای کې زه د امریکا د ولسمشر کارټر له ښځي سره ګډیدم او هغه زما له ښځي سره ګډیدی.

کارټر د ګډا په مهال زما ښځي ته په غوږ کې ویل: ایران د امن جزیره ده او ایران ښایسته ده، خو په همدې وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو مدیر په طهران هوایي ډګر کې د خمیني انتظار کوه!

زما وروره انور ساداته! په امریکایانو هیڅ باور مه کوه، هغوی که نن تا ومني، سبا دې وژني، له دوی نه ځان ساته، زما سره چې دوی څه وکړل دا د هر چا لپاره د عبرت ستر درس دی. او هیڅوک یې باید هېر نه کړي. یعني هر امریکا پلوی باید د امریکایانو په دوستي باور ونه کړي. د انیس منصور له کتاب: “معنی الکلام” مخ ۲۸۳

انیس منصور پای کې لیکي: انور سادات لکه چې د ایران د پاچا نصیحت هېر کړی و نو ځکه یې امریکایانو سره د دوستي بده پایله موږ پخپلو سترګو وليدله

که چا سره اندېښنه پیدا شي چې زموږ افغانستان کې خو د امریکایانو ځیني زاړه دوستان لا ژوندي ګرځي دا ولې؟! ځواب دا دی چې د هیواد وضعه لا کړکېچنه ده، د امریکا هغه زاړه افغان مامورین لا په ماموریت او کار بوخت دي، کله یې چې دنده او د کار موده پای ته ورسیږي په هغه ورځ به یې د توتانو مېلمانه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close