انټي وار: داسې نه ښکاري چې امریکا دې د سولې هڅو کې بريا ترلاسه کړي

انټي وار: امريکا په افغانستان کې ماته شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

د انټي وار په نوم امریکايي مجله وايي، په افغانستان کې روانه جګړه کې د امريکا بريا نه تر سترګو کېږي او داسې ښکاري چې دغه جګړه لا پسې اوږده شي.

يادې مجلې په يوه مقاله کې ليکلي، امريکا ځکه په افغانستان کې ماته شوې، هغه ژمنې چې افغانستان ته د راتګ پر وخت يې کړې وې، نه دي پوره کړي.

د سرچينې په وينا، په افغانستان کې روانه جګړه لا خونړۍ شوې، طالبان په لا ډيرو سيمو واکمن شوي، د افغان ځواکونو تلفات ورځ تر بلې لوړيږي او هوايي بريدونه هم ډير شوي زياتوي اوسنيو حالات کې هيڅ داسې نښه نه ښکاري چې وويل شي افغان جګړه به ختمه او امريکا دې بريالۍ شوې وي.

د مقالې ليکوال کاږي، دا چې په وروستيو کې امريکا د سولې لپاره هڅې پيل کړي خو داسې نه ښکاري چې په دغه هدف کې به بريالۍ شي ځکه په وينا يې امريکا د دې وړتيا نه لري چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بنسټيز اختلافات حل کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close