انټي وار نشریه: طالبانو له ګډوځواکونو څخه د عملیاتو او بمباریو غچ په لوړه کچه اخیستی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۵)

د انټي وار په نامه یوه نشریه لیکي، طالبان د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر جګړه کوي او له همدې امله یې جنګیالي په عالی روحیه پرمخ روان دي.
نشریه لیکي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ټولو هیوادونو پوځونه په خراب وضعیت کې قرار لري او که جګړه نوره هم غځیږي، د امریکا او متحدینو لپاره یې ستر اقتصادي تاوانونه را ولاړولی شي.

د نشریې په وینا، ټرمپ د خپلې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته سلګونه سرتیري افغانستان ته واستول، خو نه یواځې داچې جګړه یې کنترول نه کړه، بلکې د لسګونو ولسوالیو په ګډون یې درۍ ولایتونه هم د سقوط تر درشله ورسول.
نشریه زیاتوي، پر وسلوالو د امریکا بمبارۍ په بیسارې توګه زیاتې شوې خو د دې پرځای چې کومه لاسته راوړنه ولري، لا یې وسلوال قوي کړی او هغوی اوس لوړ اهداف چې د امریکایانو د ماتې په ګډون ګڼ نور موارد دي، غواړپ په زور یې لاس ته راوړی او په دې توګه له افغان حکومت او د هغوی له شریکو بهرنیانو څخه د بمباریو او شپنیو چاپو غچ په لوړه کچه واخلي.

انټی وار لیکي، په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي مطلق ناکامه ده او هیڅ لاسته راوړنه به ونه لري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close