انځر.. هم خواړه، هم درمل

ډاکټر فصيح الله عمرزى

دانسان د بدن د سلامتيا لپاره له يوناني روغتياپوهانو رانیولې د نن ورځې تر ډاکټرانو پورې هريو کوښښ کوي چې په پرلپسې څېړنو د مرضونو درملنې وکړې او په ښو درملو د انسان بدن ته روغتيا ور په برخه کړي.

 خو ځینې وختونه له ناروغیو د ځان ساتنې له کوښښونو سره سره انسان په ناروغيو اخته شي، چې که په درملنه کې یې په خپل وخت قدم پورته نه کړل شي، په وروسته والي سره یې درملنه ستونزمنه شي او مرض د وخت په تېرېدو سره په بدن کې ځاى نيسي.

نن ورځ به د داسې الله راکړي نعمت يادونه کوو چې موږ خو یې په درمل کې نه شمېرو، اما کومه درملنه چې د انځر په استعمال سره کېږي په ډېرو ماشيني ګوليو او ماشيني خوراکونو نه کیږي.

 انسان چې د څومره ناروغيو سره مخ کيږي هومره یې روغتياپوهانو د درملنو لپاره درمل هم تيار کړي دي.

هره  وچه – تازه مېوه درملنه ده، خو انځر د ډېرو ناروغيو ټټر وهلی، چې په خوراک یې بشپړه درملنه کيږي.

Image result for greek figs

يوناني روغتیاپوهانو به ويل چې د انځر خوراک نه يوازې دا چې خواړه او درملنه ده بلکې دا دومره مبارکه مېوه ده چې په خوراک یې په رزق کې پراخوالى رامنځته کيږي. د رزق پراخوالی يوه عقيدوي مسئله ده. په کومه برخه کې چې عقيدې ته باور ورکول کيږي هومره ورته د خپلې عقيدې له مخې ګټه هم رسيږي.

انځر که وچ اويا تازه وخوړل شي، په دواړو صورتونو کې د انسان بدن ته ګټه رسوي او د انسان په بدن کې د مرض د ورکېدا / کمېدا سبب ګرځي.

 په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې انځر د وخت او موسم خواړه دي. هغه چا چې انځر وچ او يا تازه استعمال کړي وي بدن یې تر ډېره وخته د مرضونو مقابله کولاى شي.

 روغتياپوهان انځر د بواسيرو، پيچس، د هاضمې د نظام د ښه والي او د معدې د تيزابي ناروغیو لپاره ګټور بولي.

Image result for Common fig

که د انځر ميوه تازه وخوړل شي بدن ته زياته ګټه رسوي، خو که کوم انسان د زړه ناروغي ولري وچ انځر ورته ګټور دى. وچ انځر د زړه د مرضونو په درملنه کې مرسته کوي.

 په روغتيايي څېړنو کې څرګنده شوې چې انځر فينول، مېګا تري، مېګا شپږ، فيټي ايسډز په خپل ځان کې لري، او د وينې په جريان کې ګټور ثابتيږي.

روغتيا پوهان وايي، په انځر کې هغه ويټامينونه شته چې له دماغي سیسټم سره ډېره مرسته کوي، لکه ويټامين بي، چې د انسان دماغو ته وده ورکوي او هم دماغي قوت پر  خپل ځای ساتي. روغتياپوهان وايي چې انځر د انسان لپاره تر ١١ زياتې ګټې لري ځکه انځر په خوراک او استعمال سره د روغتيا ټټر وهي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close