انګرېز افسر: په افغانستان کي موږ خپل ځان غولوو

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۳۲)

انګریز افسر: په افغانستان کي موږ خپل ځان غولوو

مایک مارتین یو انګریز افسر دئ، او په افغانستان کي ئې خدمت کړی دئ. مایک د اکټوبر پر ۱۱ په ټسک اینډ پرپوس کي د افغانستان د عبث جنګ په اړه یو جالب اعتراف کوي. هغه لیکي زما لپاره د افغانستان په جنګ باندي پوهېدل ښه ډیر وخت ونیو. څه چي ما په افغانستان کي ولیدل، د هغه څه سره ئې اړخ نه لګاوه چي موږ ته د افغان د جنګ په په باب ویل سوي ول. ځکه د جنګ د مخه موږ ته ویل سوي ول چي دا جنګ ایدیولوژیکي دئ، مانا جنګ د دیموکراسي، د ښځو د حقوقو، د ښې حکومتوالۍ، او د مذهبي افراطیت او د طالبانو د ماتولو لپاره دئ.

خو زموږ همدا ایډیالیزم د افغانستان د سیاسي واقعیتونو سره هیڅ مطابقت نه کاوه. د جنګ په ګرم میدان کي به زموږ همدا درک سمدستي دړي وړي سو، او د جنګ هدف به د دوښمن وژل او د خپل ملګري ساتل سول. تر ټولو جالبه دا وه چي موږ د افغان عسکرو او پولیسو لخوا هم ژول کېدلو. په لومړي سر کي به موږ د افغان امنیتي قواوو حملې د طالبانو د نفوذي خلګو کار باله، او په ایډیالوژیک چوکاټ کي به مو توجیه کول. خو کله چي ما د هغوی په باره کي تحقیقات شروع کړل، د هغوی محرک او انګېزه به یا زموږ له طرف تحقیر او توهین وو،‌ یا به د خپل وژل سوي ورور غچ وو چي ایتلافي ځواکونو په هوايي بمباري ور وژلی وو.

دغه راز، زموږ مخالفان، په اصطلاح طالبان، هم ګرده د عقیدې لپاره نه جنګېدل. د اکثرو افغان جنګیالیو محرک انتقام او یا پر مځکه باندي شخړه وه، مانا هغوی غوښتل چي د خپل ژول سوي ورور او یا بل دوست کسات واخلي. افغان ملیشاوي د افغان پولیسو سره په جنګ کي ول، ځکه هغوی نه غوښتل چي پولیس ئې مخدره مواد ترې غلا کړي. ځینو خلګو توپک مازي پدې خاطر اخیستی وو، ځکه چي نورو کلیوالو ئې همدا کار کړی وو. لنډه داچي د جهاد ایډیولوژي د راز راز شخصي اهدافو او شخړو لپاره یوه سمدستي توجیه وه.

په افغانستان کي، څه چي موږ ته ویل سوي ول، او څه چي موږ په سترګو لیدل، سمدستي ئې تناقض موږ ګردو ته ښکاره سو. خو د تل په شان موږ به یوازي په هغه څه باندي باور کاوه چي موږ غوښتل باور په وکړو. په افغانستان کي د برتانیې د وخت سفیر، سر کوپیر-کولس، دې حالت ته «ځان غولول» ویل. هغه به ویل: موږ هغه څه غواړو ووینو چي موږ ئې لیدل غواړو. موږ ګرده په مختلفو اقسامو ځان غولوو.

که چیري موږ د افغان د جنګ لومړۍ فرضیه، پدې جنګ کي موږ او د کابل حکومت متحد یوو او د ځینو افغان امنیتي عسکرو چلن غیر عادي دئ، نه وای منلې، زموږ لپاره به د افغان د جنګ منطقي چوکاټ سمدسي د ښیښې په څېر ټوټه ټوټه سوی وای.

موږ او افغانانو د جنګ کولو لپاره جلا جلا دلایل لرل. افغانانو دا جنګ د بهرنیانو سره د مقابلې په چوکاټ کي توجیه کاوه، او په عین زمان کي ئې د خپلو پخوانیو بدیو غچ اخیستی. کله به دا انتقام د خارجیانو په مقابل کي وو، کله به د طالب، کله به د مجاهد په څېره کي وو. همدا افغان اکټرانو به زموږ څخه غوښتل چي مخالفان ئې ورته نابود کړو. کله چي به د خارجیانو عملیات د کوم افغان اکټر پر خلاف ول، هغه به سمدستي خپل مخالفت د اسلام په جامه کي ونغښتی. لنډه دا چي شخصي ګټي، د قدرت تر لاسه کول، نوي ملګري پیدا کول، او د ځان د ساتلو لپاره تل ایډیولوژیکي دلیل پیدا کېدی او تراشېدی.

We’ve All Deceived Ourselves About Why We’re Fighting In Afghanistan

ــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close