انګلا مرکل د پنا وړونکو د لیدنې پر مهال د غبرګون سره مخ شوه

کابل ټکی کام ۰۴سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د المان صدر اعظم انګلا مرکل په شرقي المان کې د پناه وړونکو د لیدنې پر مهال د مظاهرو او غبرګون سره مخ شوه. مېرمن مرکل د پناه وړونکو د مرکز د لیدنې پر مهال وویل هېواد یې د پناه وړونکو د زیاتوالي له امله د زیاتو ستونزو سره مخ دی. مېرمن مرکل چې د  المان شرقي هابرهنا ښار کې د پناه وړونکو د مرکز لیدنه کوله د راستګرا ډلې د اعتراضاتو سره مخ شوه، د ې خلکو په خپلو مظاهرو او غبرګون کې مېرمن مرکل د خاینې په نامه یاده کړه. په شرقي المان کې چې انګلا مرکل یې لیدنې ته ورغلې وه، د پناه وړونکو اخیستونکو مرکز د یوې افراطیې ډلې تر برید لاندې راغلي وو، چې د پناه وړونکو په وینا دولت یې هیڅ پوښتنه نه وه کړې.   د پناه وړونکو مرکز د لیدنې پر مهال انګلا مرکل وویل چې د بهرنیانو بریدونه چې پر پناه وړونکو کیږي د زغملو نه دي او نه به چا ته اجازه ورکړو چې د پناه وړونکو مرکز او دوی ته تاوان ورسوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close