انګلستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته یوه بې سارې ماته ورکړه

کابل ټکی کام ۱۷ زمری ۱۳۹۴ راپور: ارین افغان  د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسټراليا پياوړې لوبډلې ته په څلورمه ټيسټ، پنځه ورځنۍ لوبه کې په يوه پاړۍ او ۷۸ منډو ماتې ورکړه. د استرالیا لپاره د انګلستان دوره هسې هم په زړه پورې نه وه، ځکه لوبې يې وبايللې خو وروستۍ لوبې يې پخوانۍ هغه له ياده ووېستې. څلورمه ټيسټ لوبه چې په ناټينګهم کې وشوه لومړی استراليا لوبه پيل کړه او په لومړۍ پاړۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۶۰ منډې وکړې. د انګلستان بالرانو توپ اچوونکو په استراليايي توپوهونکو بده ورځ راوستې وه او پرته له دوو توپوهونکو چې منډې يې له لسو ډېرې کړې د نورو منډې له لسو کمې وې. تر ټولو ډېرې منډې اضافي وې چې ۱۴ وې. درې استراليايي لوبغاړي خو په صفر وسوځېدل، چې دوه يې اوپنران وو او دوو نورو يې يوازې يوه يوه منډه وکړه. د بروډ جادوګر بالنګ توپ اچونې له استراليايي لوبډلې لار ورکه کړې وه. ده په لومړۍ پاړۍ کې د استراليا اته لوبغاړي وسوځول او د انګلستان په بري کې يې مهم رول ولوباوه. انګلستان په خپله لومړۍ پاړۍ کې بيا د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۱ منډې وکړې او خپله پاړۍ يې ختمه اعلان کړه. د انګلستان په پاړۍ کې د روټ لوبه د يادولو وه، ده په يوازې سر ۱۳۰ منډې او د انګلستان دريځ يې لا پسې پياوړی کړ. په دې توګه نه يوازې دا چې انګلستان د استراليا منډې ور پوره کړې بلکې، له مېلمه لوبډلې۳۳۱ منډې مخکې شو. که څه هم استراليا د لومړۍ پاړۍ پرتله په دويمه کې ښه لوبه وکړه، خو ويې نه شو کړای آن پاتې ۳۳۱ منډې هم پوره کړي. استراليا د يو ورځنۍ کرېکټ لوبو نړیوال اتل دی. په دويمه پاړۍ کې د استرالیا ټوله لوبډله د ۲۵۳ منډو په کولو وسوځېده او په دې توګه انګلستان څلورمه تيسټ لوبه په دريمه ورځ په خپل نوم کړه.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close