اوباما: امریکا نه شي کولی طالبان له منځه یوسي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۷) زرغون خوږیاڼی

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوباما نن د فلوریډا ایالت په مک ډیل هوايي اډه کې وویل، امریکا نه شي کولی په افغانستان کې طالبان له منځه یوسي.

بارک اوباما په خپله وینا کې جوته کړه، چې په افغانستان کې وضعه لا ستونزمنه ده او امریکا نه شي کولی په دغه هېواد کې طالبان له منځه یوسي.

امریکا په داسې وخت کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې د ناتوانۍ اعتراف کوي، چې د اوبام د ولسمشرۍ کاري موده نږدې پای ته رسیدلې او نن یې د ټولې اته کلنې کاري مودې لاسته راوړنې بیانولې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې نن یې په فلوریډا ایالت کې هوايي ځواکونو ته د صدارت وروستۍ وینا اوروله وویل،« زه نه غواړم د افغانستان په اړه یو ښه انځور وړاندې کړم، په افغانستان کې وضعیت لا هم ستونزمن دی، د ۳۰ کلونو څخه زیات په افغانستان کې جګړه د خلکو د ژوند برخه شوې، امریکا نه شي کولی طالبان په دغه هیواد کې مات او له منځه ویسي او یا جګړه ختمه کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د امریکا له یرغل راوروسته ډيری شنونکو په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو د کامیابۍ او ناکامۍ په اړه بحثونه کړي، چې اوس اوباما په خپله اعتراف کوي او په جګړه کې ماتې مني.

 تر دې وړاندې ناټو ځواکونو د افغانستان په جګړه کې خپله بریا اعلان کړې وه، چې د سیاسي شنونکو له نیوکه سره مخ شول او ناټوـ امریکا یې په افغانستان کې ما او پړ بللي وو.

اوباما په خپله وینا کې دا هم وویل، چې امریکا لا هم خپلې هلې ځلې جاري ساتي او د افغان حکومت سره مرسته کوي تر څو په دغه هیواد کې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې ښه راتلونکی غواړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close