اوباما د سولې د پروسې په برخه کې د عبدالله پر ځينو اظهاراتو انتقاد کړی

کابل ټکی کام ۲۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوې باوري سرچینې ویلي دي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملي یووالي د حکومت له دواړو مشرانو سره د یوې ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، چې د دغو خبرو په پای کې یې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته توصیه هم وکړه، چې د سولې په اړه د ولسمشر غني پر صلاحیتونو کې دې مداخله نه کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره جمعه د ملي یووالي د دواړو مشرانو تر منځ د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه، د افغانستان او د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه، د بروکسل او وارسا په نوم غونډو په اړه چې په راتلونکو کې به د افغانستان په حالاتو دایره کیږي، او د افغانستان په اخیري امنیتي وضعې باندې به خبرې کوي، یادونې وکړې.
سرچینه وایي، چې اوباما د ولسمشر غني ستاینه کړې ده، او ویلي یې دي، چې د سولې د پروسې په اړه یې ډېرې لارې پر مخ وړي دي، د دولتي عوایدو سطح یې لوړه کړې، د فساد سره یې مبارزه کړې، او د دولت په لوړو پستونو کې یې نوي کسان ګمارلي.
له بلې خوا د ملي یووالي سره نږدې یوې بلې باوري سرچینې رسنیو ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي، چې اوباما د یاد ویډيویي کنفرانس په جریان کې ډاکټر عبدالله ته هم یو لړ توصیې وکړلې.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس چې اوباما عبدالله ته وویل:
«ولسمشر غني د افغانستان ولسمشر انتخاب شوی دی، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د يوه هېواد جمهور رئیس په ټولو صلاحیتونو او اختیاراتو واکمن او خپلواک دی.»
یادې سرچینې همدا راز وویل چې اوباما د سولې د پروسې په اړه د عبدالله پر ځينو کړنو انتقاد هم وکړ.
اوباما یادونه کړې وه چې د افغانستان د سولې پروسه د امریکا د پالیسۍ مطابق پر مخ وړل کیږي، خو د عبدالله ځينې اظهارات د سولې پروسې ته د ضرر باعث ګرځي.
مګر د ولسمشر غني د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي رسنیو ته یاد خبر رد کړی دی، هغه زیاته کړه چې د سولې پروسه په ځانګړي ډول د افغانانو پروسه ده، او د ملي یووالي په رهبري او د افغان ولس په غوښتنو به مخ په وړاندې ځي.
همدا راز د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم دا خبر رد کړی دی او ویلي یې دي، چې:
«دغه خبر چې نشر ته رسېدلی دی، مطلقاً درواغ دی.»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close