اوباما ناکام شو؛ ځکه اوس ژاړي. د اوباما پخوانی مشاور وان جونس.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۴) صابر خپلواک د اوباما پخوانی مشاور: اوباما ناکام شو؛ ځکه اوس ژاړي د بارک اوباما سلاکار وان جونس وايي، چې د اوباما له وروستۍ وینا او اوښکو څرګندیږي، چې دی یو ناکام ولسمشر دی. وان جونس د اوباما د لومړۍ دورې پر مهال د سپینې ماڼۍ سلاکار و ، او په ۲۰۰۹ کال کې خپلې دندې پریښودو ته مجبور شو. سره له دې، چې جونس په ولسمشر بارک اوباما دا باور درلود چې ملت به سره یوځای کړي او د هر ډول تبعیض مخه به ونیسي؛ خو اوس ناهیلې دی. نوموړی همداراز وايي، چې اوباما د هیواد په یوالي کې پاتې راغی. جونس زیاتوي، ” اوباما ستا ویناوې او ستا اوښکې اوس موږ سره نه شي یوځای کولای، موږ اوس د امریکا د يو ویشل شوي ایالت په توګه ۲۰۱۷ کال ته داخلیږو. موږ په مذهبونو او نژادونو ویشل شوي یو، اوس غټه پوښتنه داده، چې ایا ډونالډ ټرمپ به کامیاب شي“. کله چې وان جونس سپنه ماڼۍ پریښوده، سي ان ان تلویزوني شبکې ته لاړ او هلته يې دنده واخیسته. اوس په یاد تلویزون کې د (ګډوډ حقیقت) په نوم تلویزوني خپرونه چلوي. نوموړی دا مني، چې د نژاد او مذهب په نوم د تبعیض د ستونزې په حل کې یوازې حکومت ملامته نه دی؛ بلکې دا د هر یو فرد دنده ده، چې دې ډول ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close