اوربند او د (اصیل حنفي) قضاوتونه او نیوکې

*ليکوال: استاد دلاور خان سيلاب*

په دی وروستیو کی نیواکګرو د حقایقو د مسخ کولو په موخه یو لړ توطیو ته مخه کړې ده ، البته دا دهر یرغلګر فطرت دی چې کله یی جنګی ماشین پڅ او جګړه‌يیز ځواک یی کمزوری شی نو بیا داسی لارو چارو ته مخه کوي؛ د صلیبی جنګونو پر مهال چې کله د فرانسی یو امپراطور ( نهم لویس) د مسلمانانو په اسارت کی پریووت او د مصر د منصوری نومي ښار زندان ته واچول شو ، ټولې اروپا چنده وکړه او په خورا لوړه فدیې سره یی نوموړی د مسلمانانو له بنده را خلاص او بېرته فرانسی ته ستون شو، هلته یی د خپلو جنګی ماهرینو سره خپلی تجربې شریکې کړې، او ورته یی وویل چې اسلام او مسلمانان ډېر لوی ځواک دی، له دې مو زړه بیغمه کړی، چې ګوندې تاسو به پرې په د جګړی په ډګر کې بریا ترلاسه کړی، خو یوه لاره په مخ کې لری او هغه دا چې په داسی مهال باید د دښمن په خلاف د توطیو او دسیسو په اوبدلو ، د شکوکو او شبهاتو په ایجادولو او دعامه اذهانو د نشه کولو په موخه خپل دښمن سرکوب کړی، له دی پرته مو بله لاره نشته، البته د روسيې او امریکا د پخوانی سړې جګړې پر مهال دا ډول مثالونه خورا زیات دي.
امریکایي اشرباڼو هم دې ورته دسیسې ، چلونه، فریبونه او عوام غولوونکي مکرونه پر لاره اچولي ، کله د سولې کاروانونه جوړوي، د نیواکګرو په لاس جوړ شوی دغه سوله‌ییز کاروان بیا هیڅکله هم دا هوډ نلري چې د امریکا د سفارت مخې ته پرلت ووهي چې ښاغلیه ! تاسو هم نور خپل اشغال پای ته ورسوئ بالعکس د کور خاوند ته وایي چې د غله پر وړاندې نوره وسله مه کاروه او کینه په خپل کور کې ورسره سوله وکړه ، پریږده چې دکور چارې دې همدا غل درته پر مخ بوځي.
کله بیا یواړخیز اوربندونه اعلانوي د دې لپاره چې په مخالفینو اخلاقي فشار زیات کړي له هغوی غواړي چې د دوی په اصطلاح د جمهور رئیس ( غنی ) سوله‌يیز اوربند باید وغځول شي او حتی دائمي بڼه غوره کړي.
د دې حقیقت ټوله نړۍ شاهده ده چې اوس مهال افغانستان د افغانانو نه، بلکې د بهرنیانو له خوا اداره کیږي
او د نافذه قوانینو مرجع ، په هیواد کې د امریکا له سفارت دی. او هغه بیا احکامات مستقیما له پنټاګونه چی هلته د (Think-tank) په نوم پالیسي سازه اداره شتون لري، ترلاسه کوي.
د دوی له خوا کښینول شوي وایسراي(Viceroy) (اشرف غني) او ترې راچاپېره ټولګه په خپل سر هېڅ راز تصامیم نه شي نیولای، دوی یوازې د یو لاډوسپیکر دنده پر مخ بیایي او بس.
دا ځل یې یوه بله ډرامه نندارې ته وړاندې کړه د دې لپاره چې د مسلمانانو له عواطفو او پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي نو یې د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو او د نیکمرغه کوچني اختر په لومړیو ورځو کې يې د خپلې لاسپوڅې ما فیایی ادارې غاړې ته د سولې ډول ورتر غاړه کړ، اداره چیانو د بادار ښه خدمت وکړ د ملت په بیوزلۍ یې د تمساح اوښکې توی کړې، درواغجنی لاپې یې و وهلې او بیځایه غورزې پرزې یې وکړې، مخالفین یې په دې تورن کړل چې وګورئ موږ خو سوله کوو خو هغوی یې نه مني، هغه متل دی وایی چې: هم مار یې هم کوکار یې هم ویر کوې او هم ژاړې! په دې کار سره دښمن غواړي افغانانو او نړۍ ته ځان سپین باز کړي او د دوی په اند مخالفین په هېواد کې د روان بحران یواځیني عاملین وښیي.
تاریخ ښیي کله، چې افغانستان کې بهرني پوځونه وي امنیت به نه وي او د تلپاتې سولې خوبونه لیدل خو بیا د احمقانو کار دی.
د دی سره هم مهال طالب غورځنګ هم ورته اقدام وکړ خو دا هېچا ته جوته نه ده چې ایا د دواړو خواو د اوربند له اعلان څخه یې د هر یوه موخه څه وه؟ البته ظاهرا یې یو توپیر په دې کې دی، چې د هر یوه د اوربند موده له بل سره یوشان نه وه یوه یې اته ورځې او بل یې درې ورځې. دې توپیر ته په کتلو سره ښایی د دواړو اوربندونو نور اهداف هم یوبل ته ورته نه وي او هر یو یې په ترتیب سره له خپل اته ورځني او دري ورځني اوربند څخه جلا جلا موخې درلودلي وي.
بل توپیر یې په دې کی و، چې مافیایي -حکومت ډوله- ډلګۍ له یوې خوا اوربند اعلانوي او له بلې د دوی د کنټرول په ساحه جلال اباد په ښار کی بی ګناه افغانان په وینو کی لمبیږی ، یو بیطرفه ارګان دې قضاوت وکړی چې دا د چا کار دی؟ البته چا یې چې مسوولیت پر غاره واخیست یا پرې ور واچول شو، د یادې مافیایي ادارې یو برجسته غړي همدا ډله یو مهال امریکایی پروژه بللې وه او په دې باب ، نوموړي د لوړې کچې په غونډو کې خورا زیات دلایل وړاندې کړي وو. که داسې وي نو ایا دښمن سولې ته ژمن دی؟
په دې اړه د رد او تایید په بڼه ډیرې لیکنې رسنیزې شوې، یو له هغوی ځینې د نن ټکی آسیا څخه د لطف الله خیرخوا یوه مقاله چه عنوان یی وو (اوربند: سمښت او تیروتنې) خپره شوه. لیکوال د اسلامي اصولو، اسلامي سیاست او افغاني عنعنې په رڼا کې د موضوع نږدې ټول اړخونه وجاجول او تر ډېره یې هڅه کړې وه تر څو لوستونکو ته د قضیې یو شمېر تیاره او ناڅرګند اړخونه روښانه کړي، له دې وروسته په یاد سایټ کی یوه بله لیکنه رامخته شوه چه عنوان یې و (اوربند او د لطف الله خیرخوا شرطونه او اندېښنې) مقاله نګار ( اصیل حنفی : معلومه نه ده چه مستعار ادرس دی او که یا ؟) د نص او تعبیر له پلوه هومره ځواکمن نه بریښیده څومره چې خیرخوا و، خو په دې موخه چې د خیرخوا لیکنه نقد او یاتعدیل کړي، د خپلی محکمې ور ورته پرانیست.
د محکمې په تالار کې د دواړو خواوو: قاضی حنفي او محکوم خیرخوا د محاکمې د جریان یوه څنډه:
1- اصیل حنفی ( قاضي) : “سیاسي او اجتماعي پدیدې چې د شرعې له نظره هم څېړل کېږي، علما او فقها په کې عیني واقعیتونه په نظر کې نیسي او عرف او عقل له وسیلو هم استفاده کوي. اوربند چې یوه سیاسي او نظامي مسئله ده، نو پر دغه موضوع د بحث پرمهال باید زموږ د لید زاویه پر شرعي نص سربېره سیاسي او نظامي ماحول، سیاسي ګټې یې، ولسي او اجتماعي اثرات یې او داسې نور ټول موارد په نظر کې ونیسي. خو دغه لیکنه کې داسې ښکاري چې د شرعې دغه اصل ته ډېره توجه نه وي شوي او د استدلال ټوله اتکاء یې پر نص ده”
قاضي وايي : محكومه مقاله سياسي او عرفي یا عنعنوي اړخ نه لري.
خیرخوا (محکوم) : “سياسي دريځونه بايد له خپل سياق او ظروفو ونه کاږل شي، ځکه چې دريځ پسې د ‏حُکم خبره راځي..”
“کله بيا مطرح خلک دريځ له خپل سياق او ظروفو وکاږي. حکم ورته له کتابونو ‏همغه مشهور هغه راخلي ، خو د ده عمل بل ډول وي، له دايرې او چتې وتی وي”.
“په فيسبوک کې يو مستعار ادرس د اوربند موضوع وننګوله. په دې ‏ځانګړي وخت کې يې له مشروعيته منکر شو او پايلې يې ښې نه بللې”.
محكوم نه غواړي چې سیاسي مواقف او قضايا له سیاسي او عنعنوي بصیرت پرته حل وفصل شي.
2- اصیل حنفي ( قاضي): “دغه شرطونه په هغه حرب کې قابلِ عمل دي چې جګړه د دوو ډلو (محارب کافر او مسلمانانو) ترمنځ وي”.
خیرخوا (محکوم) : “ځينې مجاهدين د مسلمانانو قاتلينو سره داسې په خندا ودرېدل، چې خپل شهيد، ‏کونډه، يتيم، بندي او ځور يې هيڅ سترګو ته ونه درېد. دغه مجاهدين په دې ‏ورځ بيخي بې حافظې وبرېښېدل”.
دا چې د دښمن په چوپړ کی پراته عسکر او د نوموړې ادارې منسوبین څه حکم لري وروسته به راشي .
نقاد لیکوال داسې بریښي چې په فکري لحاظ کوم مشخص او معلوم لوری نه تعقیبوي، نوموړی (شعوري وي او که لاشعوري) البته دا لیکنه یی د سیکولریزم (Secularism) څخه الهام اخلي دین او سیاست بیلوي ، د ده په اند که یوه قضیه شرعا فیصله شي او معاصر سیاست ( چه البته نقاد ورسره د “اسلامي” قید نه مني) او عرف او عنعنه ورسره نه وي، نو نیمګړی بلل کیږی، سیکولران هم همدا وایي چې سیاسي معضلی باید د وضعی قانون پر بنسټ حل شي یواځې دین نه شي کولای زمونږ کړمې هوارې کړي.
نقاد ورور د خیرخواه د مقالې په شرطونو نیوکه لري، او وایي : “دا شرطونه په هغه حرب کې قابلِ عمل دي چې جګړه د دوو ډلو (محارب کافر او مسلمانانو) ترمنځ وي”. بیا زیاتوي چې چې: “اوربند یوازې د هغو افغانانو په وړاندې وو چې تر ننه یې هېڅ معتبر او موثق عالم او د امارت هېڅ مرجع د «کفر او ارتداد» حکم نه دی ورکړی.
د نقاد په اند به د امعتبر او موثق عالم به څوک وي چې د د ښمن په لاس د خپل ځان لپاره د یو وقایوي دیوال په څېر د افغان اجیرو جنګیالیو ایمان او اسلام تزکیه کړی که مطلب یی افغانی دیموکرات ډالری زرخرید ملا صاحبان وي نو هغوی پخپله محاربین دي، هغوی دې لومړی خپل ځانونه تزکیه کړي بیا دې د نورو اجیرانو د تزکیې مسئله حل کړي.
دښمن خو ډېره هڅه وکړه چه په اندونیزیا او داسی نورو ځایونو کې، دوی ته ورته زرخریدان ومومي مګر هيچا هم دا جرأت ونه کړ چې د افغانستان روان جهاد تحریم کړي، البته ډېری مفسرین او جید علماء د نقاد په ژبه (معتبر او موثق علماء ) په دې هکله فتواوې لري.
مثلا علامه احمد شاکر په خپله یوه فتوا کې وایي: ” أما التعاون مع الإنجليز, بأي نوع من أنواع التعاون, قل أو كثر, فهو الردة الجامحة، والكفر الصراح، لا يقبل فيه اعتذار ولا ينفع معه تأول ولا ينجي من حكمه عصبية حمقاء, ولا سياسة خرقاء, ولا مجاملة هي النفاق, سواء أكان ذلك من أفراد أو حكومات أو زعماء كلهم في الكفر والردة سواء”
مطلب یی دادی چې : د انګریز سره هر راز کومک او مرسته لږه وي او که ډیره، په فردي کچه سره وي او یا هم په حکومتي سطحه دا ډول عمل مطلق ارتداد دی په دې باب هیڅ ډول عذر او یا هم د قضیې اړخ ته تغییر ورکول او یا یې غلطه تعبیرول د قبول وړ نه دي د ارتداد یاد حکم هیڅ ډول نسلي تعصب او نه هم کوږ سیاست او نه چاپلوسي د دې حکم مانع ګرځېدلی شي.
که روانه جګړه د محارب کافر او مسلمانانو تر مینځ مشروع ( بلکه واجب او فرض عین) قتال نه وي نو نقاد دې وواېې چې بیا څه حکم لری؟
البته که دده په اند روانه شخړه یاجګړه د اشغال په ضد جهاد نه بلکې د دوو وروڼو افغانانو ترمنځ کورنۍ جګړه وي نو داسې شبهات د تېر جهاد پر مهال هم ایجاد شوي وو، هغه مهال هم د بي بي سي اومونتي کارلو ( فرانسی عربي رادیويي خبري سروس) سربیره ځّینو غربی رسنیو په عربی ژبه عربانو وروڼو ته ویل چه په افغانستان کی اوس مهال ( حرب أهلية) كورني جګړه روانه ده او د کفر او اسلام ترمنځ جهاد نه دی، البته له دې نه د دښمن هدف د جګړی په ډګر کی افغانان منزوي کول او له دې لاری اوږدول وو، بالعکس به یی په پښتو او دری ژبه افغانان ستایل او د ازادۍ جنګیالي به یی ورته ویل، نوموړي نشرات ما سره په غږیزه بڼه ارشیف دي.
دا هغه خندوونکې او ضمنا سپکوونکې ناکامه تجربه ده چې پخپله دښمن ته هم د منلو وړ نه ده ، هغه هم وایی چې موږ افغانستان د ترهګری د له منځه وړلو لپاره اشغال کړی. البته په دې تبصره کول بیا پخپله یوه بله تیروتنه ده.
همدارنګه د نوموړي په اند د بهرنیانو په چوپړ کی پراته عسکر ځکه سپین بازان دي چې :” امارت همېشه تأکید کړی چې دغه خلک افغانان دي، بهرني یرغلګر له دوی څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه یې بار بار له دوی غوښتنه کړې چې دغه صفونه پرېږدي، تر څو له مرګه وژغورل شي”.
داسی بریښی چه د یادو عسکرو په اړه د امارت پالیسی حنفی صیب جوړه کړي وي، که امارت وایی چې دوی افغانان دی، د بهرنیانو نوکران دي، باید د ملت غیږې ته راوګرځي، دا هرڅه حقیقت دی، آیا د دوی په باب د امارت دا ډول څرګندوونې او غوښتونی د دوی د تبرئه کولو په معنی دي؟ او یاهم د جنګ په ډګر کی د دوی وژل ناروا دي؟ که وي نو دا اوولس کاله جګړه له چا سره ده؟ جنازې یې ولې بې لمانځه خاورو ته سپارل کیږی؟ نوموړی څنګه کولای شي په دومره صریحه توګه په امارت بهتان ووایي؟
تر ټولو عجیبه خو یی لا داده چې حنفي صیب امارت په یوه خاص جهت او قُطر پوری تړل غواړي او د هغه آفاقیت نه مني، دی وايي :” د دغه تحریک اساس د دیوبندي علماوو په لارښوونو بناء دی ” ,
البته د دیوبند د علماء کرامو حقانیت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لمر په څیر روښانه دې لیکن امارت ځان د کافه امت مسلمه کور ګڼي او هېڅکله هم د داسې میانتهی شعارونو په ژوولو سره ځان نه محدودي او تعصب او تبعیض ته لاره نه هواروي،د حنفي صیب له دې وینا څخه په څرګنده توګه د تعصب بوي راځي.
حنفی صیب دې په دې پوه وي چې هیڅ یوه ډله، تنظیم، او ياكوم شخص څوک د ځان لپاره (مؤمن به) نشي ګرځولی او که څوک داسی اشتباه وکړی نو خسر الدنیا والآخرة به وی ، خو د اصیل حنفی صیب د هوا په څپو ولاړ دلائل د دې غمازي کوي چې کله یې د احکامو مرجع امریکايي قلابي –حکومت ډوله- ډلګۍ او کله هم امارت وي په داسې حال کې چې د احکامو مصدر او مرجع یواځې اسلامي شریعت دی او بس . له دې پرته په داسې حساسو او خطرناکو مسائلو کی چې د یو مسلمان ملت د سرنوشت او د قربانیو او سرښندنو په باب په قضاوت پورې اړه ولري د هیڅ یوه فرد او یا جماعت خبرې د سند او دلیل په توګه نه شي وړاندې کیداي او نه هم هغه (مؤمن به) كيداي شي ځکه رجال په حق پیژندل کیږي نه حق په رجالو، الله تعالی فرمايي: أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ [الشورى:21].
د خیرخوا دا سرټکونه څومره پر ځاي ده چې په تیرو اوولسو کلونو کې د افغانستان د مظلوم ملت جلادان او یا ددښمن په لاس جوړه شوې اجیره ډلګۍ چې نه ملي ده او نه اردو .
ملی له دې امله نه ده چې ملت ته نه بلکې اشغالګر ته وفاداره ده، د افغان ملت څخه نماینده ګي نه کوي ، بله دا چې د هیواد په لروبر کې د اقوامو قبائلو، مللو، انسابو اجناسو او نژادونو په تناسب سره یی ترکیب نه دی مراعات شوې ځکه نو اردو هم نه ده .
له دې جلادانو سره چې د نړی جید علماء یی اصلا مرتدان بولي، په خوښۍ سره روغبړ کول او په مینه ورسره سیلفیانې اخستل به د اوولسو کلونو په اوږدو کی د زرهاو شهیدانو له پاکو وینو سره یو لوی خیانت وي البته که توبه وباسي او د ملت غیږې ته راوګرځي، نو کېدای شي چې د شهداوو وارثان یې وبخښي بیانو شرعا او عرفا یو مسلمان افغان تلقي کیږی، او شریعت ورسره د هر راز تعامل اجازه ورکوي.
حنفي صیب د دې پر ځای چې خپل پام د خیرخوا د مقالې نقد ته ځانګړې کړي خبره ورځنې شړیږي آن تردې چې تیر افغان جهاد ته یی هم نیوکې سرایت کوی او وايي:” . د طالبانو په اوسنیو نظریاتو کې تر ټولو مهمه نکته دا ده چې د تېر جهاد د ځینو مشرانو او لارویانو په څېر یې د «تکفیر» له فتنې او افراطه ځان ساتلی” .
دحنفی صیب جرآت ته مو سلام دی ماشاءالله ، نوموړی خو له ځانه (حاطب باللیل) جوړ کړی ، هر څه له یوې مخې پایمالوي.
حنفي صیب ته پکار وه چې د تیر جهاد پر مهال یې کم تر کمه د تکفیر یوه بیلګه ذکر کړې وای، د نوموړي د تیر نقد په څیر یې دا معما هم ورځنې بې ځوابه پاتې شوې.
په پای کې د یادولو وړ ده چې د نوموړي شخصي اتجاه او فکري تمایل دا یو بل ابهام او معما ده د نوموړي په اند اشغال او د هغه په چوپړ کې په کار لګیا افغاني مهرې هم په حقه دي او هم مهال ورسره امارت هم په حقه دی. له دې ویناد څخه دې اوس ګران لوستونکي د ماهرو انځورګرانو په شان د نوموړی شخصیت انځور ، ماته خو ډیره سخته بریښی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close