(اوسنی نا مشروع حکومت د تاريخي پريکړو واک او صلاحيت نه لري)

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)

شنونکی او ژورناليست عبدالحميد مبارز وايي، د ملي يووالی اوسنی نامشروع حکومت د ډيورنډ په ګډون د نورو تاریخي مسايلو د پريکړو صلاحيت او واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ  د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وويل: (افغان چارواکي به د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره په مهمو امنيتي او تاريخي مسايلو خبرې وکړي.)

مرتضوي د دغه تاريخي مسايلو په اړه نور جزيات ورنه کړل خو تاريخ پوه عبدالحميد مبارز وايي که څه هم اوسني نامشروع حکومت تر دې مخکې له پاکستان سره د ډيورنډ پر کرښه ځينو توافقاتو ته رسېدلی په وينا يې ملي يووالي حکومت د لويو تاريخي مسايلو پر سر د پريکړو صلاحيت نه لري.

د مبارز په خبره، له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې پر سر تاريخي ستونزه موجوده ده خو د هغې په اړه به يواځې دواړه خواوې قومونه او يا به لويه جرګه پريکړه کوي.

تيره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کابل ته په خپل لومړي سفر کې له ولسمشر غني، اجرائيه مشر عبدالله، صلاح الدين رباني او یو شمير نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل اوويل کېږي له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د دواړو هېوادونو د ديني عالمانو او د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ د درې اړخيزې ناستې پر جوړېدو هوکړه شوې.

تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه تاریخي خبرو او پريکړو په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي خو د ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د (تاريخي خبرو) څرګندونو ته په اشاره ويلي (که شاه حسين مرتضوي له پاکستان سره د تاریخي ستونزو په مفهوم پوهيږي او په شعوري ډول يې دغه خبره کړې وي بيا خو حکومت ملي خيانت ته ملا تړلې ده.)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close