اوسنی نظام؛ د ښځو حقوقو پلمه او که واقعیت؟

عبدالحمید راشد جهادیار—

په رسنیو کې مې د سولې د خبرو په اړه اوریدل او مطالعه کوله، چې په هغه کې یوه مسئله د ښځو حقوق ډیره څېړل کېدله او مختلفو بڼو په ډول د خلکو غوږونو ته رسېدله، ومې غوښتل چې دامسئله وڅېړم، حق او باطل باندې خپله او نور پوه کړم، نو له ډیري څېړنې وروسته مې دا څو کرښې ستاسو مخې ته ږدم، چې لومړی  د ښځو حقوق په اسلام او نظام کې پرتله کوم او بیا د دې نظام نورې لاسته راوړني ستاسو مخ ته ږدم:

ایا دوي په ریښتیا هم ښځې ته حق ورکوي؟ او که ښځې نه هغه شرعي او اسلامي حق هم سلب کوي دا هغه څه دي چې دلته ورته اشاره کوو.

الله ج انسان پیدا کړ او پوره روښانه لاره يې ورته وښوده چې هیڅ راز کمی او نقصان پکې نه تر سترګو کیده. د دي نقصان هیڅوک هم نشي ثابتولای او د همدې حقوقو د لحاظ ساتلو په وجه ډیر خلک په اسلام کې داخل شول او ډیرو ښځو چې اسلام یې نه مانه هم د دې په وجه یې اسلام قبول کړ چې اسلام ښځو ته  پوره حقوق ورکړي دي.

ښه دا ده چې دا موضوع له هغه چانه واورو چې د همدي حقوقو په قبلولو یې دا دین منلی او له کفر نه تیره شوې چې ښځه هم ده مسلمانه هم شوه ددې حقوقو په وجه چې اسلام ښځې ته ورکړي و:

حفصه وایې: یهودیت او عیسائیت څخه مې نفرت وشو نو غوښتل مې چې په اسلام کې د ښځې په هکله څیړنه وکړم خو الحمدلله کوم حیثیت چې الله جل جلاله ښځې ته په اسلام کې ور کړی دی په بل هیڅ دین کې نشته لکه په قرآن کریم چې چيرته د نارینه بیان شوی دی هلته ښځه هم ورسره بیان شویده، که نارینه نیک کار کوي او که ښځه نیک کارکوي، که ښځه بد کار کوي او که نارینه بد کار کوي، د حجاب حکم تر ښځو مخکې نارینوو ته شوی دی.

او په دوهم ځل کې ښځو ته شویدی، اصلي اورښتېنی مساوات او عدل په اسلام کې دی له دې څخه علاوه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثوکي هم د ښځو ډېرفضیلت بیان شوی دی، چې تر اوسه مې لا هغه په هیڅ دین کې نه دی لیدلی:

الله جل جلاله په سورت آل عمران کې فرمایي:

فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ ۖ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۖ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ﴿١٩٥ سورت آل عمران﴾

ژباړه: پس قبولې کړې دوی لره (دا دعاوې)رب د دوی بیشکه زه نه ضایع کوم عمل د هیڅ عمل کوونکي له تاسې که نارینه وي، یاښځه وي ځینې ستاسې دي له ځینو نورو څخه دي.

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي:

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٣٢ سورت النسآء﴾

ژباړه: او ارمان مه کوئ! تاسې د هغه شي چې غوره ګرځولي دي الله پاک په هغه شي سره ځینې له تاسې پرځېنونورو،شته نارینه ؤلره برخه په سبب د هغه عمل چې کړی یې وي اوشته ښځو لره برخه په سبب د هغه عمل چې کړی یې وي دوی اوسوال کوئ تاسې له الله نه له فضل د ده بیشکه چې الله پر هرشي ښه عالم او پوهه دی.

په بل ځاي کې الله جل جلاله فرمايي:

وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿١٢٤ سورت النسآء)

ژباړه: اوهرڅوک چې عمل وکړي له (ځینو) نیکو(کارونو)له نارینه ؤاوله ښځو پداسې حال کې چې دوی مؤمن وي نو دغه (نیکوکاران) به داخل شي په جنت کې او ظلم به ونشي په دوي د نقیر په اندازه(هیڅ ظلم به پردوی ونشی)

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٧١ سورت التوبه﴾

ژباړه: او سړي مؤمنان اومؤمنانې ښځې ځینې د دوی دوستان دي د ځینو نورو حکم کوي دوي په نیکیو او منع کوي له بدیو چې او دوی لمونځ کوي، زکات ورکوي او د الله او د رسول الله حکم مني ژر ده چې الله ج به په دوي رحم وکړي بیشکه چې الله ج د قوت اوحکمت خاوند دی.

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٩٧ سورت النحل﴾

ژباړه: هرچاچې وکړنیک (عمل) له نارینه ؤڅخه یا له ښځوڅخه پداسې حال کې چې دا مؤمن وي نو خامخا ضرور به هرومرو به ژوند ورکړو ژوند پاکېزه او خامخا ژوند به ورکړو دوي ته په غوره طریقې سره د هغه عمل چې دوی کړی دي.

نو هغه دا حقوق او مساوات ډیر په ښه شکل بیانوي او د ښځوحقوق په اسلام کې ستایي، خو ددې علاوه اسلام ښځوته نورهم ډیر عالي حقوق ورکړي چې باید ستاینه یې وشي  باید ستاینه وشي.

اوس مونږ هغه مسائل نه ذکر کوو چې په نورو اروپایي او غربي ممالکو کې ښځو ته ورکړل شوي بلکې هغه بیلګې راخلو چې اوس وخت کې د دې حقوقو نه ښځو او نجونو او همدارنګه مطلق افغانیت ته کلک ګوزار چې د افغانانو حیثیت ته په بشپړ ډول زیان و چې هغه په لاندې ډول دی…. نور بيا

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close