اوسنی نظام؛ د ښځو حقوقو پلمه او که واقعیت؟ دويمه برخه

عبدالحمید راشد جهادیار—

اول: څوارلس ثانیز قانون او پرې د ښځو عفت ته په پوره ډول سپکاوی، چې اسلام د دي په اړه واضح دریځ لري خو متأسفانه دوي هغه تر پښو لاندې کړ او هغه دا دی(مؤمنانو ته ووایه چې نظرونه ښکته ونيسي او ښځوته هم ……….الخ) چې غرب ترپښو لاندې کړ بیا د دوي دا قانون د تمسخر سبب شو.

دوهم: په فوټبال کې  افغان ښځو ته ونډه چې اسلام له دې اعمالو سره په پوره ډول مخالفت ښيي، کله چې دوي ورته دا حق ورکړ.نو په اردن کې دافغانستان نجونې په نړیواله توګه وشرمیدې، هېره دې نه وي چې دا مسئله په پوره ډول نړیوالو رسنیو وڅیړله او هغه افغاني نجوني چې عفت او پاکدامنۍ ته یې غرب ګوته په غاښ و په پوره ډول یې وشرمولې چې بیا خپله افغان نجونو په ځان اقرارونه کول چې مونږ سره داسې وشول چې د دې بحث د لا څیړلو لپاره د خالده پولپزۍ نوري څرګندونې په رسنیو کې پاتې دي چې تل ترتله به دافغانستان په تاریخ کې تور داغ وي.

دریم: په اوس وخت کې په رسنیو کې د یوشمیر نجونو په ځان اقرارونه چې د رسنیو له مالکانو نه شکایتونه کول چې ښکاره بیلګه یې د ډاډ شولي د راډیو راپور چې په هغه راپور کې یې د یو شمیر رسنیو په مالکانو او همدارنګه په راډیوي همکارانو د ښځو اعتراضونه چې دوي نه یې جنسي غوښتنې کړې وې، دې او دې ته ورته مسائلو افغان نجونو او ښځو ته په پوره ډول زیان ورساوه او حیثیت ته یې ورته کامل زیان واړولو، تل به دتاریخ په پاڼو کې یو تور داغ وي.

څلورم: په ورستیو کې د اریانا سعید ګمارنه چې دا هم په هغه نجونو چې اسلام ته ژمنې دي یو کلک ګوزار دی چې اسلام له دغه ډول کړنو نه بري دی اونه غواړي چې دغه شان فاحشې بیکاره لوچکې ښځې د واک په ګدۍ لا څه چې په صحنه کې هم ورته وخت نه ورکوي.

پنځم: اوس وخت کې په اداراتو او تعلیمي نظام کې د ښځو مخلوط ګډون چې ډیرې بدې پایلې له ځان سره لري او لرلي هم دي چې په دې مسائلو هم پوره بحثونه شوي او دې کارونو افغان نجونو ته پوره تاوان رسولی، چې اوسنی دوه سری حکومت د دې په اړه بیا کوم ځواب نه لري.

شپږم: اوسنۍ رسنۍ چې په پوره ډول د بې دینۍ لپاره کار کوي اوغواړي چې نجوني ګمراه کړي، تر اوسه د ډیرو افغان کورنیو ترمنځ دښمنۍ فحشا بې دینۍ او پټي یارانې ته لاره هواره کړې،چې دې سره هم اسلام په بشپړ ډول مخالف دی. اونه غواړي چې ښځې دا ډول بې عفته شي.

اوس هم هغه څه ته اشاره کوو: چې دوي د باعفته نجونو په خلاف په اوسني نظام کې کړي چې هغه هم درته په خپل هیواد کې مشت نمونه یې خروار ښایم،چې په نړیواله سطحه خو د غرب دا ډول مثالونه بې شمیره دي.

کومې جزاګانې چې دوي ورکړي هغه داسې دي، چې زما ښه په یاد دي چې په بټي کوټ باریکاب کې د شپي په یوه کور چاپه ولویدله چې نارینه یې کور کې نه و،نو اشغالګرو یې ښځه چې تازه يې ماشوم ته شیدې ورکولې هغه یې ورته وواژه اوښځه یې له ځانه سره اسیره ونیوله او بګرام ته یې بوتله چې بیا درې ورځې وروسته د عوامو په هڅو او حرکتونو راخلاصه شوه، چې دا صحنه ما د ماشتوب په وخت کې لیدلې او داسې مې یاده ده لکه وینم یې چې، څنګه دوي د حقوقو او پرمختیا نوم اخلي هغه چې حقوق بلکل  پیژني هم نه.

دا مې د بیلګې په توګه ستاسو مخې ته کیښودل، چې د دوي اصلي څېره ملت ته ښايي.

دې او دیته ورته مسائل هغه څه و چې اسلام په پوره توګه رد کړي او اوسنی غربي نظام ورته د ښځو حقونه وایې چې دا حقونه نه بلکې بې عفتي ده چې دوي یې د ښځو لپاره غواړي.

درنو ورنو او خویندو! تاسو ته مو هرڅه مخې ته کېښودل دلته د سولې په خبرو کې د ښځو د حقوقو نه د ډال په توګه ګټه اخیستل کیږي او وایې مقابل لوری او مخالفین ښځو ته حق نه ورکوي، خو ما چې د هغوي نظریات واوریدل په بشپړ  ډول له اسلام سره جوړ او ښځه پکې د یو ریښتیني انساني شخصیت په توګه مطرح ده.

بل لور ته مې د دي نظام اوغرب افکار ولوستل چې ښځه پکې د انسانیت له مداره ایستل شوې، چې دا پرمختګ نه بلکې د حیوانیت د صفت خپلول دي. اسلام ورسره په کلکه مخالف دی.

 دا و د ښځو پرمختګ چې غرب او غربي نظامونه یې غواړي او دا لاسته راوړنې نه بلکې هلاکت طرف ته په خپله قدمونه اخیستل دي.

نور موضوعات هم په دې راوخله زه حیران یم چې دوي کومې لاسته راوړنې لري، همدا ډول فساد،سود،جنایتونه، قتلونه، وژنې،غلاوې ، حرامو ته لارې چارې برابرول عدم سکون، چې اسلام ترې برأت ښودلی او دوي د لاسته راوړنې په توګه، ما د دوي دا خبره ډیره واوریده “لاسته راوړني” خو چې تحقیق مې وکړ نو له دې راته نورې را ښکاره نه شوې، دې لاسته راوړنو خو ټول افغانان دوه پوزو ته راغلي، له دې نه علاوه که لاسته راوړنې دوي هغه څه ته وایي چې دوي په خارج او داخل کې لوړې، لوړې بنګلې ښایي هغه حق تلفي نه لاسته راوړنه باید ملت ته يې حساب ورکړي.

هر عاقل دلته قضاوت کولی شي  نو باید قضاوت وکړي او د سولې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، الله تعالی دې مونږ ته له اسلام سره جوړ بصیرت راکړي، او په مونږ دې الله رحم وکړي. پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close