اولسمشره ! کندوز په وینو سور دي

ليکوال  مطیع الله زاهد
اولسمشره ؛ هغه مهال چې جمهوري ریاست ته کاندید شوي ډیر خوښوم چې دا وار مو له خیره هېواد زرغون کیږي ستا په انتخابی کمپائن کې د اقتصاد پوه  ، دوهم مفکر ، او غني افغانستان په لور شعارونه مي وس هم سترګو ته نیغ ولاړ دي مطبوعاتو کې به مي ستا مخالفین  د بیا رغوني او پرمختللی افغانستان د ښمنان بلل
اولسمشره ؛ چې پاچا شوی له خوښئ څخه جامو کې نه زائیدم د امیدونو هغه ټولی ډیوی می بیرته  بلی شوی چې د اشغالګرو په ړندو بمباریو کرزی لالا مړی کړی وي
اولسمشره ؛  چې د واک په دویمه ورځ دي د خپل ګوډ استازي حنیف اتمر په قلم امنیتی تړون امضاء که او د ګران هېواد واګي دي یرغلګرو ته لاس کې ورکړي تا مي هم په ارمانونو خاوري واړولی بیا مي هغه انډیوالانو سره یو مجلس کې د ناستی ځای نه لاره  چې ستا په ملاتړ مي جنجال ورسره وکړی وه
اولسمشره ؛ ما خو فکر کاوه چې ته به میرویس نیکه ، ابدالی او احمد شاه بابا پیژنی او له کړنو به یې هم  خبر یې  خو متأسفانه چې تا صرف د شاشجاع او ببرک کارمل کیسی لوستي او د ډاکټر نجیب لار دي تعقیب کړي خو له بده مرغه هغه  درڅخه هم خطاء شوه
اولسمشره ؛ ته خبر یې ؟ چې دامنیتی تړون په برکت مونږ څومره ترقی وکړه هری ولسوالئ کې مکتبونه لیسی او روغتونونه جوړ شول سرکونه خو ډیر وړوکي کار دی امنیت مو داسی پیاوړی شو چې یوه میاشت کې د جرمونو کچه صفر ته راښکته شوه د بی کارئ او لوږی د لاسه وس هیڅ وګړی ځان وژنه نه کوی
اي د غفلت په خوب ویده اولسمشره ؛  ډیر وړاندي نه زم
ته خبر یې  ؟ چې شیرزادو ، اورزګان او کندز کې د امنیتی تړون له امله په مونږ څه تیر شوه
اولسمشره ؛  بادار دي داسی په وینو سره کړو چې پاکولو ته یې ټوټی نه لرو ، د زخمیانو وړونکي موټران مو د ملی اردو ځوانانو په هوانو وویشتل د شهیدانو ښخولو ته مو ځوانان په قبرو کیندلو ستړی شول  خو ستا ضمیر وس هم د احساس زنګ نه وهي
په سترګو ړوند اولسمشره  ؛ ته خبر یې چې کندوز کې دي  څومره سپین ګیری ، ښځی او په سوزنئ تړلی ، زانګو کې په خواږه خوب ویده  ماشومان ووژل
اولسمشره  ؛  کرزی لا یو څه شه وه د هیوادوالو په وژنه به یې  کله نا کله د مکر ژړا وکړه خو ستا وجدان  داسی ریز مریز دی  چې د خواخوږئ  یوه اعلامیه ورته هم نه خپري
اولسمشره  ؛ مونږ  پوهیږو چې د طالب د بریدنو غچ دي  له بی وسه کندزیانو واخیست  خو ته به نه یې خبر چې د دوئ انتقام هم یو څوک خپله وجیبه بولي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close