اولسن افغان ځواکونه د خپلو مرستو پرته نا توانه وبلل

کابل ټکی کام ۱۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي (اولسن) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم دوی په افغانستان کې افغان عسکرو ته روزنه ور کړې ده، خو لا یې هم مرستو ته اړ دي، او د دوی د مرستو پرته د جګړې توان نه لري.
اولسن وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو سخت کال ښايي ۲۰۱۵ م وو، نو باید مونږ ښې روزنې او مشورې ور کړو، او ملاتړ یې وکړو.
ده همدا شان وویل، «د ولسمشر اوباما پرېکړه چې په افغانستان کې به د روان کال د جګړې په موسم کې ۹۸۰۰ عسکر وساتي، او د راتلونکي لپاره هم د ۵۵۰۰ عسکرو پاتې کول په پام کې لري، یو عمده دلیل بولم»
اولسن وویل چې ناټو دې له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰م کاله پورې خپلې مرستې جاري وساتي.
د یادولو ده چې پرون سیګار هم پخپل راپور کې د میلیاردونو ډالرو مرستو سر بېره طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله ځواکمن بللي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close