اوچقون: اماده یو چې له طالبانو سره د ۵۰_۵۰ سلنې واک پر نیمولو هم مذاکره وکړو

طالبان هیڅکله نه غواړي چې دخپلو افغانانو پر وړاندې جګړه وکړي خو د مجبوریتونو په اساس اړ شوي چې هغوی د نړیوالو “اشغالګرو“ له ادرسه د طالبانو پر وړاندې جګړې کوي، د هغوی مدافع ځواک دی او دلته دهغوی ګټې خوندي کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

د سولې عالي شورا یو غړی عبدالخبیر اچقون وایی، دولت اماده دی چې طالبانو ته په وزارتونو او ولایاتو کې د نیم واک ورکولو پر سر جوړجاړی وکړي.
نوموړی وایي؛ طالبان دې یواځې زموږ غوښتنې ته ځواب ووایي د میز پرسر دې خپل دلایل او وړاندیزونه راته وړاندې کړي، موږ به هم خپل پیشنهادات واضح کړو او چمتو یو د طالبانو هرې مشروع غوښتنې ته غاړه کیږدو.
نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې تیره ورځ د ډیلي بیسټ ورځپاڼې د ژورنالیست سمیع یوسفزي په حواله خبر ورکړی و، چې د طالبانو له یو پخواني غړي سره یې خبرې کړې، او هغه ورته ویلي چې طالبان هیڅکله نه غواړي چې دخپلو افغانانو پر وړاندې جګړه وکړي خو د مجبوریتونو په اساس اړ شوي چې هغوی د نړیوالو “اشغالګرو“ له ادرسه د طالبانو پر وړاندې جګړې کوي، د هغوی مدافع ځواک دی او دلته دهغوی ګټې خوندي کوي.
بیسټ ویلي چې یاد طالب چارواکي ورته ویلي چې طالبان اماده دي د یوې نظامي ډلې پرځای د یو سیاسي ګوند په څیر چې د ټول افغانستان په دولتي اداراتو کې نیمه واکمني ولري میدان ته راشي خو په دې شرط چې بهرنی “اشغال“ به ختم او واک به د افغانانو په لاس کې وي.
د سولې عالي شورا وایي چې سره کرښه یې اساسي قانون، د ښځو آزادي او بشري حقوق دي.
اوچقون نه دي ویلي چې د بهرنیانو برخلیک به چې د جګړې لوی لامل ده څنګه کيږي ، خو زیاته کړې ده چې باید د طالبانو یو با صلاحیته پلاوی مخامخ له دوی سره خبرې وکړي.
خو طالبانو بیا تر اوسه دې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
او نه یې هم د ډیلي بیسټ سره د پخواني طالب چارواکي د خبرو په باب څه ویلي.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې؛ طالبانو دبهرنیانو پر وړاندې ۱۷ کلنه جګړه دکوم امتیاز په خاطر نه ده کړې او تل یې ټینګار کړی چې دوی په هیواد کې بهرنی اشغال نه مني او دحکومت جوړونې راتلونکی یې د افغانانو خپلمنځي موضوع بللې چې په وینا یې تر ټولو لویه مسئله د بهرنیانو جګړییز حضور دی چې یا سمدستي هیواد پریږدی او یا هم د نړیوالو په یو مؤثق تضمین یو موقته موده وټاکي چې تر هغه مهاله به خپل حضور پای ته رسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close