او بالاخره حلب د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې

تبصره

تیره ورځ په سوریه کې د اسد رژیم اعلان وکړ، چې د حلب ښار یې په ټولیزه توګه د حلب د ازاد انقلابي پوځ نه ونیولو او لا هم پر مخ تګ کوي.

له څلورکلن مقاومت وروسته د حلب وګړو د ژوند وروستۍ سلګۍ وکړې.

اسدپلوه ملیشو د ښار پر قبضه کولو سره ملکي او عام وګړي د اور خوراک وګرځول او ویې سوځول، او په لسګونو نور یې د ښځو او ماشومانو په شمول اعدام کړل.

د الجزیره په وینا، د اسدي رژیم پوځیان چې تر ډيره یې باور او ملاتړ د روسیې په بمباریو دی د بستان القصر، الصالحین او احیاء الفردوس سیمو تر نیولو وروسته یې د کردي ملیشو په ملتیا ۷۹ ملکي وګړي اعدام کړل.

شبکة الشام سرچینه وايي، چې د اسد هوايي ځواکونو په الشيخ سعيد، باب المقام، الكلاسة سیمو هم درندې بمبارۍ کړي چې په کې د عامو وګړو کورونه په نښه شوي او له ۱۰۰ تنو زیات ولسي وګړي پکې وژل شوي او نږدې تر ۳۰۰ زیات ټپیان دي.

په سیمه کې وګړي الجزیره ته په ویرجن حالت کې وایي، «روغتونونه نشته، لارې او سرکونه له مړو ډک دي، موږ د ژوند په فکر کې یو چې د اسد ملیشې به مو ټول ووژني».

له دې وړاندې د حلب انقلابیانو ویلي وو، چې په یو ضمانت سره دوی دې ته تیار دي چې د حلب ښار له جګړو پرته د اسد رژیم ته وسپاري تر څو په بمباریو کې کلابند ملکي وګړي وژغورل شي او دوی هم له خپلو کورنیو سره له ښاره ووځي.

خو د سوریې رژیم د روسيانو په مشوره منفي ځواب ورکړ او ورته یې وویل،« تسلیم شئ او یا ووژل شئ».

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو ادارې ویلي، چې په حلب ښار کې د اسد پوځيانو عام ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژلي دي او په دې اړه یې جدي اندیښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې ویاند روپرت کولویل وویل، د حلب ښار ملکي وګړي د اسد پلوه ملیشو له شکنجه کولو او وژلو سره مخ شوي دي.« کوم راپورونه چې موږ ته رسیدلي تر ډیره یې ملکي وګړي نیولي، د اسد پوځيان د خلکو کورونو ته ننوځي او هر کس چې وویني وژني یې حتی ښځې او ماشومان هم وژني».

ملګري ملتونه وايي، چې په حلب ښار کې تر اوسه پورې په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي سلاکار ایجلاند ویلي، د سوریې په حلب ښار کې د ظلمونو مسئولیت د روسیې او سوریې ملیشو په غاړه دی، چې د روسیې په بمباریو کې د حلب ښار په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول او لاهم دې ناورين دوام موندلی دی.

بلخوا د ترکیې چارواکو ویلي که د حلب کلا بندو وګړو ته د وتلو اجازه ورکړل شي، دوی تیار دي ۸۰ زره ملکي وګړو ته پناه ورکړي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال محمد شیمشک ویلي، ترکیې د حلب د کلابندو وګړو لپاره د اوسیدو خیمې درولي، چې کولی شي تر ۸۰ زره ډير وګړي پکې خوندي شي، دده په وینا که د سوریې حکومت د حلب اوسیدونکو ته د کلابند ښار نه د وتلو اجازه ورکړي دوی تیار دي چې پناه ورکړي، ده زیاته کړې چې تر اوسه پورې ترکیې د سوریې ۲،۷ میلیون کډوالو ته پناه ورکړې ده.

په یوویشتمه پیړۍ کې دا تر ټولو لوی بشري ناورین دی، چې بیا هم مسلمانان یې ښکار شول او په حلب کنډواله شوي ښار کې یې د زړه ټوټې تر خاورې لاندې شوې او ژوندیو ته یې لا هم د ښار نه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

دوه ورځې وړاندې د حلب اوسیدونکي له ښاره د وتلو په حالت کې وو، چې د روسیې الوتکو تر بمباریو لاندې راغلل او په سلګونو ملکې وګړي یې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لویو لارو او سړکونو کې شهیدان کړل.

حلب د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې، انسانان یې د روسيې او سوریې الوتکو وخوړل، تر لویو کورونو او کلاګانو لاندې یې د ځنکدن سلګۍ ووهلې او ژوندي انسانان یې هم په نیم ژواندي حالت کې د ژوند وروستۍ سلګۍ ته انتظار باسي!.

د حلب نیم ژواندې خویندې د ځان وژنې پیغامونه رالیږي، دوی اوس د خپل عفت په فکر کې دي او غواړي چې ووژل شي، تر څو یې غفت د اسدي رژیم ملیشو تر خپو لاندې رانه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close