ايا د جنورۍ په پېل به د دولت او طالباو خبرې پېل شي؟

د تېرې مۍ د مياشتې په اوومه نيټه چې په اسلام اباد په مرې کې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې افغانانو ته يو ډاډ حاصل  شو، چې په لومړي ځل د افغان دولتي پلاوي او طالب مشرانو ترمنخ د خبرو زمينه برابره او بلې غونډې لپاره يې په شريکه سره موافقه وکړه. د هغې شوې موافقې وروسته يو لړ ستونزې را منځ ته شوې، چې ترې دې د مه يې د دولت او طالبانو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو مخه نيولې ده. رويټر خبري اژانس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې وروسته چې په نيويارک کې جوړه شوې وه راپور ور کړ، چې د ځپل شوي افغان ولس راتلونکي برخليک لپاره به د جنورۍ د مياشتې د پېل سره د دولت او د طالبانو مشرانو ترمنخ مذاکرات پېل شی . د ترلاسه شو معلوماتو له مخې ، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په نظر کې لري چې د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په دوام په افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي او د دواړو خواوو په سلا او مشوره يو سالم نظام چې د تل لپاره د جګړو ځای سولې ته پای شي، حکومت جوړ کړي.

د امنيت شورا په غونډه کې په ډاګه شوې ده،  چې د تېرو حکومتونو په نسبت ۲۰۱۵کال په افغانستان کې د تاو تريخوالي او مرګونو ترټولو زيات مرګونی کال و.

رويټر ليکي چې لومړی به د افغان دولت چارواکي د مذاکراتو لپاره ځانګړی استاذي دطالب مشرانو د ځانګړي استاذي سره د خبرو لپاره ټاکي ، بيا دا دواړه استاذي په لومړي سرکې د امړيکا اوچين د ځانګړو استاذو سره غونډه کوي. د ملګرو ملتونو دامنيت په شورا کې چې د افغانستان د روان ناورین د حل لپاره پکې بحث وشو يادونه وشوه چې په دې مذاکراتو کې به دافغان دولت او مخالف لوري ټولې خواووې حاضرې وي چې وروسته پکې د مخالفت ښودلو لاره پاتې نشي. دا چې دا مذاکرات به څه وخت پېل کېږي ؟ يوازې د جنورۍ مياشتې پېل ښودل شوی .

د امنيت شورا په يوه ليک کې د طالب مشرانو څخه غوښتې چې په افغانستان کې د روان بحران دپای ته رسيدلو لپاره دا فغان دولت سره مذاکراتو کې برخه واخلي او دولت د مخه هم مذاکراتو ته چمتو الی ښودلی و،  اما د تېرې ورځې د امنيت شور د پرېکړې په اړه يې تراوسه پورې څه ندي ويلي او نه ورنه دمذاکراتو دپېل نېټه څرګنده ده .

طالب مشرانو تراوسه پورې د امنيت شورا دغوښتنې په ځواب کې څه نه دي ويلي خو د نورو مذاکراتو چې د مخه ترسره شول طالب مشرانو هغه پخواني دريځ او پاليسي چې ترڅو به افغانستان کې اشغالګرو پوځونه موجود وي لري او په خپلې پخواني دريځ به ولاړ پاتې وي.

زمونږ دولتي چاوراکې او تېره بيا هغه اشخاص چې د طالب مشرانو سره مذاکراتو د پاره د مخه ځانګړي شوي په دې اندېښنه کې دي چې که څه مخالف په مذاکراتو کې برخه واخلي او څه پاتې شي ستونزه بيا په خپل ځای پاټې کېږي دولت د امنيت شورا څخه غوښتنه کړې ده چې د دولت ټول سياسي وسلوال مخالفين دې مذاکراتو کې د سولې او امن د پاره برخه واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close