ايا ولسمشر نه دی منزوي شوی؟

تبصره: غوزنګ

د هېواد ولسمشر اشرف غني د خپل واک له پيله بيا تر اوسه د ډېرو ناخوالو شاهد دی, چې تر اوسه پرې يې دا دی څلورم کال برابر شو او لا هم د ناخوالو په لمنځه وړلو نه دی برلاسی شوی بلکې د ناخوالو د لرې کېدو پر ځای د منزوي کېدو خواته روان دی او خصوصا له کله نه چې ډونلډ ټرمپ خپله جنګي ستراتيژي د سولې په ستراتيژۍ بدله کړې له هغه راهيسې بيا ورځ تر بلې د منزوي کیدو خواته نږدې کېږي

همدارنګه د واک احاطه يې هم شېبه په شېبه راټولېږي, خو لکه څنګه چې د يو شي په له منځه تللو کې د بهرنيو عواملو تر څنګ داخلي عوامل هم قوي اغېز لري نو همداشان د اشرف غني د نظام په داخل کې ګډوډي, تعصبونه, د دولتي څوکيو نا انډوله وېش, د دولتي ځواکونو تر منځ عدم هماهنګي, د واحدې مرکزي ادارې نشتوالی او نور هغه عوامل دي چې د اشرف غني واکمني يې د منزوي کېدو پر ګړنګ درولی. خو هغه څه چې د غني نړيوال اعتبار يې تر پوښتنې لاندې واقع کړی د طالبانو د کلک دريځ په مقابل کې د امريکا د پوځونو د وېستلو خبره ده, که څه هم خليلزاد سره تر ليدو مخکې ولسمشر په خپلو ويناوو کې ښکاره کړه چې د نړيوالو ځواکونو وېستل څه اسانه خبره نه ده او هيڅوک يې نشي وېستلای مګر کله چې يې له خليلزاد سره تر ملاقات وروسته په خپلو ويناوو کې وويل چې د امريکايي ځواکونو شمېر صفر ته راکوزوو او بيا يې د هغه ليک رسوا کېدل چې ډونلډ ټرمپ ته يې د ځواکونو د پاتېدلو غوښتنه پکې کړې وه, هغه څه دي د اشرغني د بخت ستوری يې راوپرځاوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close