ايا په افغانستان کې به دامريکا حضور دسولې خنډ نشي ؟

سرلېکنه

دامريکا مشر اوباما چې دخپلې واکمنۍ لپاره کمپاين کاوه څو ځله يې په دې وينا ټينګار وکړ چې که واک ته ورسېږي له افغانستان به امريکايي پوځنه وباسي او دامريکا لپاره به دپوځونو دسرونو دبايللو ناپايانه جګړه پای ته ورسوي .

ددې ترڅنګ يو شمېر نورې ژمنې وې چې امريکا يانو اوباما ته رايه ورکړه خو امريکايي اولس دې ته زيات اميد لاره چې نور يې اولادونه په افغانستان کې ونه وژل شي او هم په نړيواله کچه له امريکا نه د زورواکۍ سترګې واوړي .

داوباما په وينا خپله اوباما پلوو هم ټينګار کاوه چې په يوه اعلاميه کې دتېر کال له ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستانه دامريکا دپوځ ايستل اعلان کړ. دافغانستان امنيتي وضع لکه څرنګه چې امريکا يي جنرالانو اټکل کړی و،پرخلاف کړنې په افغانستان کې دالقاعده او طالب وسلوالو شتون نشت شي خو د ۲۰۱۴کال په اوږدو کې طالبانو دپخوا په نسبت په جګړو کې لاس ته راوړنې زياتې کړې او دکندوز دنيولو په شمول يې د۹ولايتونو اکثرې سېمې او دنورو ولاياتو يو شمېر سېمې چې دښارونو په څو کيلو مترۍ کې دې دخپل کنترول لاندې راوستې .

تېره ورځ يعنې داکتوبر په ۱۵اوباما يو ځل بيا دکابينې سره دشوری وروسته په افغانستان کې له ۲۰۱۶م کال وروسته دلسو زرو پورې دامريکايي پوځ پاتې کېدل اعلان کړل . واشنګټن پوست وليکل چې له ۲۰۱۶وروسته به په افغانستان کې دامريکا پاتې پوځيان په کابل ،باګرام ،کندهار او ننګرهار پوځي ۶۱کې ميشت شي چې دافغانستان دپوځ په روزنه ،تجهيز،او داړتيا پرمهال دهمکارۍ لپاره به وړ اقدامات کوي. ددې اعلان څخه دا څرګنده شوه چې اوباما دکمپاين او له کمپاينه ورسته دوه ژمنې ماتې کړې او دافغانستان اشغال يې په دايمي اشغال واړاوه . په افغانستان کې دپوځونو دپاتې کيدا په اړه داوباما اعلان يو شمېر غربي رسنيو دوخت اړتيا وبلله خو په حقيقت کې دا اعلان راپه ګوته کوي چې امريکا په افغانسان کې په تمامه معنا ماتې وخوړه چې وخت په وخت دپوځونو په ايستنه کې دوخت دپراختيا او نوی والی راولي .

داوباما دنوي اعلان چې پوځونه به يې افغانستان کې پاتې شي اشرف غني يې هرکلی وکړ او ويې ويل: په افغانستان کې دامريکا يي پوځونو پاتې کيدا دافغستان او امريکا دواړو په ګټه دي خوله دېنه ، نه دی خبر چې ترکومه به اوبامام اداره په افغانستان کې خپلو پوځونو دوخت زياتوالي راولي.

ديوې خوا اشرف غني دامريکايي پوځونو په حضور دخپلې ادارې بقا ګوري او دبلې خوا دطالبانو سره دوسولې دراتلو لپاره دمذارکاتو يادونه کوي وايي چې بین الافغاني غونډه بايد جوړه شي دعصر ينو پوځونو په حضور کې به بين الافغاني غونډه کاميابه او که دجګړې ددوام لپاره دامريکا دايمي حضور زمينه برابره کړي .

غربي رسنيو خبر ورکړی چې دپاکستان صدر اعظم نواز شريف ښايي داکتوبر په شلمه دامريکا او پاکستان داړيکو علاوه په امريکا کې داوباماسره دافغانستان دسولې په اړه خبرې وکړي چې دليدنې په دوام دطالبانو داعلا مسير له مخې طالبان به هم دمشروع غوښتنو په منلو مذاکراتو ته دوام اوسولې ته به لاره هواره کړي دلته په دې پوهيدل لازمې دي چې طالبان به څرنګه دخپل سالم دريځ څخ واوړي چې په افغانستان کې دې دپوځونو په حضور جګړه روانه وي او طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي که په رښتیا سره امريکا ،اروپايي ټولنه، دکابل اداره،پاکستان اونور دافغانستان دمسلې حل غوښتونکي هېوادونه دمسلې حل او سوله غواړي په افغانستان کې دې لومړی اشغال ته دپای ټکی کېږدي بيا دافغانانو ترمنځ سوله کېدونکي ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close