ايران: امريکا داعش وسله وال افغانستان ته لېږدوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

ايران يوځل بيا ادعا کړې چې د امریکا متحده ايالات د داعش ډلې ملاتړ کوي او افغانستان ته د دغه ډلې وسله وال لېږدوي.

د ايران د پارلمان رئيس علي لاريجاني تيره ورځ د يوې غونډې پر مهال وويل، چې امريکا دداعش وسله وال له سوري او عراق څخه افغانستان ته لېږدوي او غواړي چې په دې سره منځنۍ اسيا کې بې ثباتي زياته کړي.

لاريجاني وايي، امريکا له تير يوه کال راهيسې دغه پروسه پيل کړې او له يادو هېوادونو څخه د داعش وسله والو پره لېږدولو يې پيل کړی دی.

تر دې مخکې د ايران تر څنګ روسيې هم ورته ډول ادعاګانې کړي چې په وينا يې امريکا د داعش وسله والو ملاتړ کوي، هغوی سره د پيسو او وسلو مرستې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close