ايران په کاميابه پاليسۍ ځان له انزوا څخه وژغوره

په تېرو دوه د ېرشو کلونو کې ايران له ډېرو تودو سړو تېرو شو ، په درې لسيزو کې يې د کورنيو سياسي مخالفتونو سره د امريکا ۱+۵ او اسرائيلو مخالفت ته زړه لوی کړی و ، د ايران سره نه يوازې د امريکا او د امريکې د پلويانو مخالفت و ؛ بلکې  د اسلامي هغو هېوادونو ، چې سعودي عربستان يې په سرکې شمېرل  کېږي مخالفت يې ورسره درلوده. خو د دې ټولو پټو او ښکاره مخالفتونو سره ايران په خپله پاليسۍ کې کامياب راووت او د غربي هېوادونو سره د اتومي پروګرام د موافقې په سر يې که درې لسيزې مخالفتونو کې د اتومي پروګرام مخالفت هم وګاله او سره د اقتصادي بنديزونو يې د اسرائيلو او امريکا په وړاندې سر ټيټ نه کړ.

امريکا له هغې ورځې له ايرانه انديښنه درلوده ، څه وخت چې د ايراني ولس مذهبي مشر آيت الله خميني د ايران بين المللي هوايي ډګر (مهرآباد) ته ورسيد او ايراني ولس يې تود هرکلی وکړ.  امريکا له هغې ورځې په مخالفت پېل وکړ ترڅو د سره تنګی پرسر يې د عراق سره په ۸ کاله مرګوني او تبا کوونکي جګړه بوخت کړ.

د ايت الله خميني را وروسته په ايران کې ايت الله خاتمي ، ايت الله خامنه ای، ايت الله رفسنجاني  او احمدي نژاد، د ټولو ايراني مشرانو د ايت الله خميني په وينا د امريکا شيطان بزرګ عمل کاوه ، چې د احمدي نژاد په دوره کې و چې امريکا او د امريکې سره پنځو ملګرو هېوادونو د ايران پر خلاف د اتومي پروګرام پر سر په اقتصادي بنديزونو زور راوړي ايران اقتصادي ستونزو سره په مخ کيدو دې حد ته ورسيد ، چې نور د ولس او دولت ترمنخ فاصله راپيدا کېده. د ايران نوي مذهبي مشر حسن روحاني د خپلې منځلارې پاليسۍ له مخې چې د اروپايي هېوادونو سره يې خپله کړه ايران د انزوا او سقوط څخه وژغوره . اوس د ايران په وړاندې د ۵+۱ هېوادونو د وخت په تېرودو مخالفتونه له منځه وړي، يوازې اسلامي هېواد سعودي عربستان او غير اسلامي هېواد اسرائيل پاتې دي، چې تراوسه يې د ايران سره له مخالفته لاس نه دی اخيستی .

د ايران ولسمشر حسن روحاني چې تېره اونۍ يې په درې لسيزو کې د ايران د لومړي ولسمشر په صفت فرانسې ته سفر وکړ ، په فرانسه کې يې تود هرکلی وشو ، چې د فرانسې سره په يوه قرارداد کې به له فرانسې څخه ۱۱۸ الوتکې ترلاسه کړي او هم به تر ۲۰۱۷ز پورې ايران او فرانسه د موټر جوړولو په کارخانه شريک کار کوي ، چې په يوه کال کې به دوه لکه موټر جوړولای شي.

د ايران د ولسمشر حسن روحاني د سفر پرمهال د فرانسې لومړي وزير مانو نيل والاس وويل د ایران سره زړه دښمنۍ تېر په هېر، دا ډول امريکا ، برتانيې هم ژمنه کړې ده ، چې د ايران سره به نه يوازې د بنديزونو د لرې کولو سره اقتصادي مرستې کوي؛ بلکې د ايران لپاره به په اروپا کې د ايران د تولیداتو د لارموندنې لپاره نړيوال مارکيټونه هم په واک کې ورکړي دا د ايران د ولسمشر حسن روحاني د کامبيابې ديپلوماسۍ نتيجه وه ، چې ايران يې له انزوا او سقوط څخه وژغوره.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close