اپل د راتلونکي سپتمبر په نهمه نېټه خپل نوی آيفون وړاندې کوي

کابل ټکی کام ۱۹ زمری ۱۳۹۴ راپور: قدرت الله حسین اپل کمپنۍ د راتلونکې سپتمبر مياشتې په نهمه نېټه خپل نوی آيفون وړاندې کوي، تمه کېږي چې دغه نوی مبايل به ځنې نوې ځانګړتياوې ولري، داسې چې د زور مطابق به يې لمس کار کوي، د عکس اخستو غوره کمره او غوره ترميموونکی به ولري. د BuzzFeed وېبپاڼې د جون باکزکوسکي په حواله ليکلي، چې اپل به د آی پاډ سيسټم نوې کاپي هم جوړه کړي، چې د «برو» په شکل ده، خو د يادې کمپنۍ وياند په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده. اپل کمپنۍ د تېر کال په همدغه تاريخ ايفون۶ او ايفون۶ پلس هم جوړ کړي وو او د تېرو درې کلونو په اوږدو کې اپل هر وار د سپتمبر د مياشتې په پيل او نيمايي کې خپل نوي جوړ کړي مبايلونه وړاندې کول.   کارپوهان بيا په دې اند دي که د يادې کمپنۍ مبايلونه لا هم کامياب روان اوسی، نو شونې ده ياده کمپنۍ چين ته ولېږدول شي، ځکه چين هغه هېواد دی، چې په تېرو لږ کلونو کې په کې د اپل کمپنۍ مبايلونه له بل هر ځايه ډېر پلورل شوي دي، چين د اپل مبايلونو له ۲۵ سلنې ډېر هغه پېرلي دي. –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close