اکبرآغا: د ښکیلو غاړو د منځګړتوب په موخه له ټول هیواد څخه ۴ زره کسیزه غونډه جوړوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر آغا له خورشید تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې د راوستلو لپاره یې رغنده پلانونه تطبیق کړي او ژر به عملي بڼه غوره کړي.
هغه وویل؛ “مونږ په خپلو هلو ځلو کې اوس مهم پړاو ته رسيدلي یو، هغه دا چې د سولې لپاره به له ټول هیواد څخه څلور زره کسیزه غونډه جوړه کړو چې، د دغو کسانو لیست به ددواړو خواوو ته وړاندې کړو، هغه کسان چې کومې خوا ته د منلو وړ نه وو هغه به ترې لرې کړو. او پاتې کسان به بیا د سولې لپاره د منځګړو په توګه کار پیل کړي“

اکبر آغا زیاته کړه؛ حکومت دې د باور جوړونې په خاطر له امریکا سره امنیتي تړون لغوه اعلان کړي “ طالبان په افغانستان کې رښتينې سوله غواړي او په هیڅ ډول په افغانستان کې د امریکا شتون نه شي زغملی“

نوموړي دغه راز وویل؛ ښکیلې غاړې باید په راتلونکي لوی اختر کې د توافق تر مخه اوربند وکړي او د بندیانو د خلاصون مسئله دې د باور جوړونې لپاره عملي بڼه غوره کړي.
د خلاصون لار د شورا مشر د سعودي غونډه کې د علماؤ فتوا ته په اشارې سره وویل، دا فتوا نه وه، یوه ترتیب شوې اعلامیه وه، د یوه اړخ علماء په کې راټول شوي و او خپلواکي یې هم تر پوښتنې لاندې وه ځکه چې د ده په وینا، راټولو شویو علماؤ د جګړې د اصلي لامل په تړاو چې د بهرنیانو نظامي حضور ده ، هیڅ هم ونه ویل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close