ایااسرایلي کامانډو افغانستان کې امن راوستلی شي؟

لیکنه محـــمد الله نـوري

ولس کاله دمخه چې کله امریکا دنورو هیوادنو په شمول په افغانستان حمله وکړه ډیر ښه مې په یاد دي چې په هغه وخت کې سیګار یو راپور دبی بی سي له لارې خپور کړی وو چې امریکا
یی ځواکونه به ډیر ژر په څلورویشت ساعتونو کې ټول افغانستان له القاعده او دطالبانو له شتون څخه تسفیه کړي،

خو داسي ونه شول او جګړې سخت
شدت ومومه او دجګړې دواړو خواو ته زیات شمیر تلفات واوښتل، چې دجګړې په اوږدو کې ډېرای هیوادونو خپل نظامیان له افغانستان څخه وباسل، او ویل به یې چې دا جګړه یوه نه ګټونکې جګړه ده، په هغه وخت کې دامریکا ولس مشر اوباما هم په خپلو څرګنده ونو کې په بار بار داخبره کړې ده، چې داجګړه مونږه نه شو ګټلی، هغه وو چې دخپلو پوځیانو شمېر یې په ډیر تدریجي ډول سره راکم کړ، اوس دامریکایي عسکرو شمیر لس زرو ته راکم شوی،

نو سوال دا پیدا کیږي چې دنړۍ په کچه په عصري ټکنالوجي سمبال هیواد او ورسره ناټو په دې ونه توانېدل چې دافغانستان دجګړې ګټوونکي شي او دطالب نوم اونښان ختم کړي او دلته په یوه ارامه پزا کې ژوند وکړي، نو ایا اسرائلي ځواکونه به طالبان ختم کړي یا به داجګړه وګټي ؟ نه هیڅ کله نه، سربېره په دې چې امن راولي اوجګړه ختمه کړي دلته به نور حساسیتونه هم را وپاره وي، څکه اسرائل هغه بې رحمه اودبشریت ضد مخلوق ده چې په فلسطین کې هره ورځ ددوې لاسو نه دمظلومومسلمانانو په وینو سره وي،

بل طرف ته طالبان هم یوه مذهبي ډله ده، چې يواځې او یو اځې دخپلې عقیدې اواسلامي اصولو پربنسټ جګړه پرمخ بیايي، او ولس یې ترشا کلک ولاړ ده، نو داسرائلي پوځونو په راتګ سره به طالبان خپلو جګړو ته لازور ورکړي، اودلته ګڼ شمیر سیاسیون او افغان شنو نکي ټول په دې اند دي چې داسرائلي عسکرو راتګ دافغانانو په ګټه نه بلکې په زیان ده ځکه چې جګړه به لا شدد ومومې او دجګړې زیات شمیر قربانیان به افغانان وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close