ایا افغانان اوس ویښ شوي دي؟!

تبصره : صفي الله (رائد)

زمونږ په ټولنه کې، هر وخت همدا یوه خبره ډېره اورېدل کېږي چې: افغانان اوس ويښ شوي دي، نور نو خپل دوست او دښمن پېژني،
په خپل ښـه او بد پوه شوي دي.
له څه وخته چې زه په ښو او بدو پوه شوی یم د افغانانو د ویښېدو جمله ډېره اورم، خو نه پوهېږم چې دلته ویدو خلکو ته ویښ ویل کېږي! او که ماته زموږ د ویښیدو داستان معلوم نه دی.
نه پوهېږم: څنګه ورته ویښ ووایم؟!
ویښ خلک خو به ازاد ول، خاوره به یې ازاده وه، ژوند به یې ازاد و.
خو! دلته بیا هرڅه برعکس روان دي، ویدو ته ویښ، ویښو ته ویده ویل کېږي.
خپلواک ویده، خو بلواک بیا ویښ بلل کېږي. نه پوهېږم چې دا ولې؟!
ولې دلته هرڅه سرچپه روان دي؟
ولې نه پوهېږو؟ او تر کله به ځانونه ویښ ګڼو؟ سره له دې چې تر ویدو هم ویده یو؟!
عجیبه ده: کومه خاوره چې له کلونو راهیسې تر اشغال لاندې لوټېږي، بمبار پرې کیږي او خلک یې وژل کېږي خو لا یې هم ډلې- ډلې ځوانان د ځان له دفاع څخه غلي وي او یا هم د اشغالګرو په صف کې وي، نو آیا داسې خلکو ته ویښ ویلی شو؟ آیا داسې بې احساسه خلک ویښ او ځیرک ګڼلی شو؟!
نه! هیڅکله نه!
تاریخ به تر اوسه د نړۍ پر مخ داسې خلک نه وي لیدلي چې په وینو لړلې کرغېړنې غلامۍ ته هرکلی ووایي خو له سپېڅلې ازادۍ نه کرکه ولري او بیا دې هم دغه خلک ویښ او هوښیار یاد شي.
هو! نا امېده نه یم، ځینو ته مې سترګې پاتې دي، ځکه؛ لله الحمد! مونږ په خپله خاوره کې ډېر داسې ویښ شا زلمیان لرو چې ترننه په سرو سترګو ګرځي، ځمکه یې بستره او آسمان یې څپره ده خو لا یې د غلامۍ له آرام پالنګ څخه ځان ساتلی. تل یې خپلې تنکۍ ځوانۍ د الله د رضا او د سپېڅلې ازادۍ لپاره قرباني کړي.
که څه هم ځینې ویښ اتلان مو لاړل، د شهادت په خوب ویده شول خو! وایي چې: د باز ځاله له بازانو نه خالي کیږي، که خدای کول افغان نسل به کله هم له ویښو لښکرو بې برخې نشي. ان شاءالله
څښتنه! ته مو د جهاد او استشهاد له ویښو نسلونو څخه مه برخې کوه! آمین.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close