ایا انتخاباتو کې ګډون رښتیا زمونږ شرعي مسئولیت دی؟

صفي الله “رائد”

لکه څرنګه چې د یو  سلیم عقل غوښتنه ده چې کله یو څوک یوه لاره انتخابوي، باید تر سفر وړاندې یې پلټنه او پوره معلومات وکړي، چې ایا دغه پر غرو او رغو پرته لار افغانستان ته تللې او که نه سیده ترکستان ته ..؟!!!

همدا راز یو مؤمن باید د هر کار له ترسره کولو وړاندې  د اسلامي اصولو او د الهي کتاب قرآن عظیم الشان په رڼا کې وارزوي، چې ایا یاد عمل د شریعت په رڼا کې کوم دخل لري او کنه؟!!

ریښتیني علماءکرام یې په باب څه وایي؟!!!

جواز لري او کنه؟!!

اسلامي نظام ته یې ګټه شته او کنه؟!!

اسلامي امت ته یې کومه فایده رسیږي او کنه؟!!

د روان مقدس جهاد په خلاف خو به کومه توطیه او دسیسه نه وي؟؟؟

هر کله مو چې خپل ټاکلی هدف تر پورتنیو پوښتنو تېر کړ ( له الهي احکامو سره یې هېڅ قسم کوم ټکر نه درلود، جائز او روا،

 ګنې نه باید خپل ژوند له شریعت مطهره سره په ټکر کې واقع کړو..!

که د روانو انتخاباتو (ووټ/رائیه اچونې) لپاره قرآن عظیم الشان آینه وګرځوو، خپله به  یې رامعلومه کړي چې ووټونه یا رائیه اچونه جائز دي او که له اسلامي نظام سره په ټکر کې د کفارو له خوا مسلمان غولونکې پروژه ده ؟!!!

په جمهوریتي نظام کې یو شخص څنګه انتخابېږي؟

د ټولټاکنو په بهیر کې جمهوریت تل د اکثریت ډنډوره غږولې،  مګر په حقیقت کې پاچا له اقلیت نه انتخابوي؛ د بېلګې په توګه: په یو هیواد کې پنځه کاندیدان ټولټاکنو ته ولاړ دي، چې دهغو له جملې څخه لومړي یې یو لک ووټونه اخیستي، دویم یې دوه او دریم یې درې لکه، څلورم یې څلورنیم لکه او پنځم یې شپږ لکه چې په اصطلاح اکثریت ووټونه ګڼل کېږي چې له مخې یې همدا ګټونکی هم اعلانېږي خو!

که لږ فکر وکړو دغه ګټونکي  په حقیقت کې اکثریت رایې یا ووټونه ندي وړي، بلکې دی په خلګو کې د اقلیت لخوا ټاکل شوی شخص دی؛ ځکه د اول، دویم، دریم او  څلورم ټولې ووټونه که راجمعه شي لس نیم لکه رایې کېږي چې ګټونکي یې په مقابل کې فقط شپږ لکه ووټه یا رایې  اخیستونکی دی، چې دا د اکثریت نه، بلکې په پوره معنا د اقلیت لخوا ټاکل شوی شخص حسابیږي.

دا باید ټول ومنو چې روانې ټولټاکنې او انتخابات د اساسي قانون یوه لویه برخه ده.

لنډه داچې روانې ټولټاکنې له اساسي قانون ځېږېدلې او له همدې قانون څخه سرچینه اخلي.

اساسي قانون:

په افغانستان او ځېنو نورو اسلامي هیوادونو کې چې کوم اساسي قانون ملل متحد وضع کړی په هغه کې یوه ماده داده:  چې کوم حقوق بشر چې د ملل متحد لخوا ټاکل شوي، هغه به په محاکمو او قضایي اورګانونو کې په پوره توګه عملي کېږي ( زانې به نه رجم کېږي!  د غله به لاس نه قطعه کېږي! قاتل به سرعام نه قصاص کېږي؛) ځکه چې دا له حقوق بشر څخه ښکاره سرغړونه ده.

الهي کتاب وایي: زاني او زانیه ښځه چې واده کړي وي، رجم یې کړئ! خو اساسي قانون وایي مه یې رجم کوئ؛ ځکه چې د کفارو په لاس جوړ شوي ( د اساسي قانون خلاف عمل دی.)

زما رب جل جلاله فرمایي:

“َوالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ”

خو!  د انګریز په مفکوره جوړ شوی حقوق بشر وایي نه نه، د غله لاس به نه قطعه کوې!.

دالله فرمان دې تر پښو لاندې شي خو چې قانون اساسي ته درناوئ وشي.

اسلامي نظام دې برباد وي خو چې جمهوري نظام پکې اباد وي!

چیرته چې د اساسي قانون تر چتر لاندې انتخابات او ټولټاکنې کېږي، ښکاره ده چې د قرآن احکام تر پښو لاندې کېږي؛ ځکه چې قرآن عظیم الشان یو څه غواړي او اساسي قانون بل څه.

لنډه داچې انتخاباتو کې ګډون کول، رايه (ووټ)  ورکول، ګوته شنه کول دا له قرآن څخه د انکار په معنا ده، دا د الهي فرمان څخه د بغاوت په معنا ده او دا د اسلامې نظام په خلاف د ډیمکراسۍ د تجویز په معنا ده.

پاتې دې نه وي؛ چې  له ټول قرآن څخه انکار کفر او له یو آیت څخه انکار هم کفر دی، بناءً په قانون اساسي کې  د قران کریم ډېر احکام صراحتاً تر پښو لاندې کېږي نو دابه ولې نه وي کفر.

څوک چې د اساسي قانون تر چتر لاندې خپله ګوته شنه کوي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي؛ دا په دې معنا چې دی اساسي قانون ته ووټ ورکوي او څوک چې اساسي قانون ته ووټ ورکوي،  دا په اصل کې د اسلامي نظام په خلاف ووټ ورکوي/اود ګوتې په شنې کولو سره اعلان د بېزارۍ کوي.

هوکې،  دلته هر کاندید د اساسي قانون په همدغو مادو ولاړ شخص او له اسلامي نظام پرته  همدې اساسي قانون ته معتمد او متعهد سړی وي.

همدوی درولی وي او همدوی ته کار کوي.

عجیبه ده!

د اساسي قانون تر چتر لاندې ووټونو ( رائیو ته ولاړ ټول کاندیدان دهمدې قانون اساسي په ګټه شعارونه ورکوي/ لیکي.

ډېری خو لا دا هم وایي: د قرآن حاکمېدل د اساسي قانون په چوکاټ کې ..!!!

چې دابیا صراحتاً کفر دی او دې کاندید ته ووټ ور کول او د ده ملاتړ کول  به ولې کفر نه وي؟!!!

د اساسي قانون موخې او اهداف څه دي ؟

د دوی تمویلونکي څوک دي؟!!

دوی په دې سره د نړۍ له مسلمانانو څه غواړي؟!!

د قانون اساسي سره د نړیوالو کفارو لویه موخه دنړۍ پرمخ له اسلامي هیوادونو د اسلامي نظام، ټولېدل اوړنګېدل او په بدیل کې یې ډیموکراسي او جمهوریت خپرول دي.

بناءً  دا د مسلمانانو لپاره شرعي مسئولیت ندی.

او څوک که اوس هم ټولټاکنو کې ګډون کوي،  هغه دې اول خپل شرعي مسٶليت ته متوجه شي او له دې ناوړه عمل دې توبه وباسي او دغه خپل استعداد چې د کفارو په لاس جوړ شوي نظام جمهوریت کې کاروي، پر ځای دې  د سپېڅلې شرعي نظام په نافذولو کې په کار واچوي.

د یو سپېڅلي اسلامي نظام په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close