ایا جنرال رازق شهید او اتل دی؟

لیکنه: قاري خالد وزیروال

یو متل دی وایي چې زه دې په پیرۍ شکمن یم ته راته مریدان نیسې، بحث او لانجه پردې باید ونشي چې جنرال رازق شهید دی او کنه بلکه بحث پردې باید وشي چې جنرال رازق مسلمان دی او کنه، زه په قسم او دلیل سره وایم چې د جنرال رازق جنازه نه ده شوې، مرګ یې خراب شو لکه یو غل چې دچا په کور اوړي او د کور د مالک لخوا ووژل شي د ټولو علماؤ قول دی چې دی مردار دی جنازه یې نه کیږي، همدغه ډول علماء فرمایي هغه کس چې د مسلمانانو په مقابل کې د کافرو په ملاتړ جنګیږي او ووژل شي هغه مردار دی جنازه یې نه کیږي که هرڅومره خلک پرې راټول ولې نشي .

زه حیران هغو خلکو ته یم چې جنرال رازق ته د شهید خطاب کوي په داسې حال کې چې د کافر ترڅنګ ولاړ د کافرو په مالي او بدني ملاتړ د مسلمان په مقابل کې جنګیدو، هر ګام یې د کافر لپاره هره لحظه یې د اسلام په سرکوبولو ،د قران د قانون په مقابل کې د ډیموکراسۍ په عملي کولو ، د علماؤ په وژلو ، ربړولو او بندیانولو کې تېریدلو نو بیا ستا کوم ایمان کوم ضمیر تاته دا اجازه درکوي چې ته د رازق جنازه کوې او یا د شهید خطاب ورته کوې؟
ولې ځانته په زوره په سترګو پټۍ کیږدې؟ ایا الله به لتاڅخه پوښتنه ونه کړي ؟

ستالپاره یو انتخاب دی هغه داچې یا خو به امریکایان په حقه بولې او افغانستان ته راتګ او دغه ټول مظالم به یې توجیه کوې او د افغانانو وژل به یې سم کار بولې او یا خو به دغه هرڅه درته ناروا ښکاري .
که دغه هرڅه روا بولې بیا خو نو لتانه مونږ ګیله نه لرو ددې جګړې په شروع کې د امریکا صدر بوش اعلان وکړ چې په افغانستان کې جګړه د اسلام او د صلیب جګړه ده یا له اسلام سره ودریږئ او یا له صلیب سره ، او تا د بوش اواز ته لبیک وویل بس خبره خلاصه.
خو که دا هرڅه ناروا بولې امریکایان تیریګر بولې نو د تیریګرو سره په څنګ کې ولاړ ولې درته سم سوچه مسلمان ، اتل او شهید ښکاري ؟
ایا د جنرال رازق اتلولي همدا وه چې د امریکایانو په ملاتړ یې د شپې د مسلمانانو په کورونو چاپې وهلې؟ ایا دده اتلولي دا وه چې په نوم سره قاري ، عالم او مجاهد ورته ترهګر ښکاریدو بندي کولو او شهیدولو یې؟ ایا دده اتلولي همدا وه چې بې ګناه هېوادوال یې په شخصي بندیخانو کې تر تعذیب لاندې وژل او مجسدونه یې هم ورکیدل؟

که د اتلولۍ لامل یې دا بولې چې د پاکستان خلاف ؤ نو دده هغه مېړانه مونږ ته راوښایئ چې د پاکستان په خلاف یې کړې وي، هغه لاسته راوړنې یې راپه ګوته کړئ چې د پاکستان په خلاف یې لرلې وي؟ کوم پاکستانی جنرال یې وژلی د ډیورنډ په کرښه د غځیدونکي اغزن تار او پاکستاني پوستو مخنیوی یې کړی که له پنجابیانو یې ښځې راوستي؟
بالعکس تر ټولو زیاته خیرخواهي دده له پاکستانیانو سره وه، داختر په ورځ تر ټولو ښې مبارکۍ او انځورونه سره کښل او د اختر سبا ناری یوځای سره کول د یوې ښې دوستۍ پایلې نه دي؟

خو حقیقت دادی چې ستا زړه ګناهونو تور کړی حقیقت درته درواغ او درواغ درته حقیقت ښکاري، حق درته ناحق او ناحق درته حق ښکاري.
ددې هرڅه سربېره که جنرال رازق درته شهید او اتل ښکاري نو بیا دعاء وکړه چې الله دې د قیامت په ورځ ددغه ظالم او د افغانانو قاتل سره په یوه صف کې راپورته کړي او مونږ به هم درته دا دعاء کوو.
فقط همدومره درته وایم چې فانتظرو انا منتظرون: تاسې انتظار کوئ یقینا مونږ هم انتظار کونکي یو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close