ایبټ اباد ته څیرمه د پاکستان یوه الوتکه غورځيدلې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۷) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان پی آی ای مسافر وړونکي الوتکه د ایبټ اباد په غرنۍ سیمه کې نسکوره شوې ده.

د پاکستان «ایکسپریس نیوز» په وینا، له چترال څخه اسلام اباد ته تلونکې د پی آی ای ۱۱۶ مسافر وړنکي الوتکه د ایبټ اباد په حولیا غرنۍ سیمه کې غورځيدلې ده، ددوی په وینا الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځيدلې ده.

 سرچینه زیاتوي چې په الوتکه کې پیلوټ صالح جنجوعه او مرستیال پیلوټ احمد جنجوعه او له دې سربیره په الوتکه کې دوه خدمتګارې عاصمه عادل او صدف فاروق هم شاملې وې، خبر زیاتوي چې په چترال  کې مرستیال پیلوټ احمد جنجوعه ویلي وو، چې په الوتکه کې ورسره ۴۷ تنه مسافر چې په کې تبليغي نعت خوان جمشید او کورنۍ یې هم شاملې دي.

بلخوا جیو نیوز نیوز ویلي، چې له چترال نه اسلام اباد ته راتلونکي الوتکه نادرکه شوې ده، ددوی په وینا الوتکه نن ماسپښین ۳:۵۰ بجې له چترال نه اسلام اباد ته پر لاره وه چې ۴:۳۰ بجې یې له رادار سره اړیکه پریکه شوه.

یاده سرچینه وايي چې پیلوټ رادار ته د الوتکې د ستونزې په اړه بیړنۍ اړیکه نیولې وه؛ خو وروسته له الوتکې سره اړیکه پرې شوه.

د ایبټ اباد کمشنر پيښه تائید کړې او ویلي يې دي، چې الوتکه په ایبټ اباد کې د حولیا غرونو سره ټکر کړی او تباه شوې ده، دده په وینا سیمې ته د ژغورنې ټیمونه او پوځي چورلکې لیږل شوي دي.

ویل کیږي چې د خرابې هوا له امله د ژغورنې ټیمونه له ستونزو سره مخ شوي، په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي، چې الوتکې له غرونو وجنګیده او وروسته یې اور واخیستو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close