ایران، په افغانستان او ګاونډيو ملکونو خپله وارداتي برېښنا پرې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) د ايران د برېښنا مسئولينو ويلي، چې د افغانستان په ګډون به په ګاونډيو ملکونو خپله وارداتي برېښنا پرې کړي.

د ايران د اوبو او انرژۍ وزير رضا اردکانيان ويلي، چې هېواد يې پريکړه کړې ترڅو په “افغانستان، پاکستان او عراق” خپله وارداتي برېښنا بنده کړي.

د دغه هېواد د انرژۍ او اوبو مسئولينو، د دې کار لامل د اوبو بحران او کموالی بللی چې دغه هېواد ورسره مخ دی.

اردکانيان ويلي، ايران تر دې مخکې افغانستان، عراق او د پاکستان جنوبي سيمو ته برېښنا صادروله خو زياتوي په هېواد کې د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو له کبله يادو هېوادونو ته د برېښنا صادرات پای ته رسوي.

که څه هم تېره اوونۍ له هرات ولايت څخه د ايران د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ راپورونه ورکول شول چې ورسره په دغه ولايت کې د صنعتي ښارګوټي لسګونه فابريکې تړل شوي دي.

خو تازه ايران ويلي، چې نور د افغانستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د برېښنا صادرات نه شي کولی.

په هرات کې د فابريکو څښتنان او سوداګر وايي، د ايران د وارداتي برېښنا بندېدو سره ډيری فابريکې تړل شوي، دوی ته لسګونه ميليونه ډالره زيان اوښتی او زرګونه کسان بېکاره شوي دي.

په ۱۹۳۷کال کې افغانستان له ايران سره د هلمند پر اوبو يوه موافقه کړې چې له مخې به يې افغانستان ایران ته په نورمال حالت کې په يوه ثانيه کې دوه ويشت متره مکعب اوبه د ضرورت پر اساس او څلور متره مکعب اوبه د افغانستان د ښه نيت پر بنسټ ورکوي.

ايران اعتراض کوي چې د هلمند پر سيند جوړېدونکي بندونه دوی ته ورتلونکې ټاکلې اوبه کموي. او په مئ مياشت کې د دغه هېواد د بهرنو چارو وزير جواد ظريف ګواښ وکړ که افغانستان  د دوی حقابه (Water Right)تعين شوې اوبه ورپرېنږدي دوی به يې هم پر وړاندې عکس العمل وښيي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close