ایرانی قوماندان: پر پوله به امنیتي تدابیر لا سخت کړو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۵)

نن په ناڅاپي توګه د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان قاسم رضایي کابل ته راغی او د حکومت له بیلابیلو چارواکو سره یې لیدنې کتنې وکړې .

رضایي وویل؛ پر پوله نظامي خوځښتونه، له افغان ځواکونو سره نږدې تعلقات او امنیتي پوستې زیاتوي تر څو وسلوالې ډلې له سرحد څخه تګ راتګ ونه کړي .

د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان زیاته کړه، له افغانستان سره ۹۴۵ کیلومتره ګډه پوله لرو او له همدې امله باید دواړه حکومتونه په سرحداتو کې نږدې خپل منځي همکاري ولري.
هغه په ۵۰۰ نقطو کې د سرتیرو د ځای پرځای کولو خبر ورکړ تر څو د ناقانونو کسانو د اوښتلو مخه ونیسي.

نوموړي د ملي یووالي د حکومت له چارواکو هم وغوښتل چې یاد هېواد ته د ناقانونه خلکو د تګ د مخنیوي په موخه خپل مسؤلیت ادا کړي.
قاسم رضایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو د اړیکو د پراختیا غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا اړیکې به د دواړو هیوادونو په متقابل چال چلند او د دوه اړخیز اړیکو په پراختیا پورې تړلې وي او که کومه ستونزه راتله دواړه لوري به یې د مذاکراتو له لارې حلوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close