ایران اسراییل د ”وریځو او واورې په غلا“ تورن کړل

د ایران د ملکي دفاع سازمان رییس اسراییل د خپل هېواد د باراني وریځو او واورې په غلا کولو تورن کړي دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د ملکي دفاع سازمان رییس، غلام رضا جلالي، پرون دوشنبه په یوه کنفرانس کې ویلي چې اسراییل ایران ته تلونکې باراني وریځې ”غیرباراني“ کوي او له دې کبله په ایران کې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه رامنځته شوي دي.

غلام رضا جلالي ویلي، ”ایراني ساینسپوهان د خپلو څېړنو او پلټنو په وسیله دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران اقلیمي بدلونونه غیرطبیعي او د بهرنیو مداخلو پایله ده.“

نوموړی وایي، ”د اسراییلو او یوه بل ګاونډي هېواد ګډ ټیمونه ایران ته تلونکې باراني وریځې غیرباراني کوي. د دې تر څنګ، موږ د وریځو او واورې د غلا له بحث سره هم مخ یو.“

جلالي زیاته کړې، ”په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له لوړو نیولې بیا د مدیترانې تر سمندر پورې پلټنې او څېړنې شوي دي. د دې پلټنو پایله دا راوتلې چې په دې ساحو کې تر ۲۲۰۰ متره پورته لوړې له واورې ډکې دي خو زموږ لوړې بیا هم وچې دي.“

بل خوا، د ایران د هواشناسۍ سازمان یوه مدیر، احمد وظیفه، بي بي سي فارسي سره د خبرو پر مهال د ښاغلي جلالي څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، ”د هواشناسۍ د معلوماتو له مخې، دا امکان نشته چې یو هېواد د بل هېواد وریځ او یا واوره غلا کړي.“

نوموړي ایلنا خبري اژانس ته ویلي، ”که په وریځ کې کافي لوندوالی وي، واوره یا باران اوروي، او د لوندوالي د نه شتون په صورت کې اصلا باران نه کېږي. ایران له دوامدارو وچکالیو سره مخ دی، او دا یوه نړیواله ستونزه ده، یواځې ایران ورسره مخ نه دی.“

په ایران کې د وریځو او واورې د غلا بحثونه داسې مهال راپورته کېږي چې د ایران په جنوبي ښارونو کې اقلیمي بدلونونو د اوسېدونکو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی. د اهواز په ګډون د خرمشهر او آبادان ښارونو اوسېدونکو د اوبو د نه شتون او خراب کیفیت له امله پر حکومت اعتراضونه پیل کړي دي. د دې اعتراضي حرکتونو په پایله کې تر دې دمه یو کس ټپي شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close