ایران: امريکا په افغانستان کې د داعش د پياوړتيا هڅه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۲) د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف رسنيو سره په تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړي کولو په هڅه کې ده.

نوموړي ويلي، امريکا د داعش ډلې په پياوړي کولو غواړي چې د سيمې هېوادونه د داعش ډلې په فعاليتونو سره تر تهديد لاندې ونيسي.

جواد ظريف وايي، هغه چورلکې چې داعش وسله وال د افغانستان نورو سيمو ته لېږدوي د امریکا د پوځ اړوند دي او په وينا يې داسې معلومات يې تر لاسه کړي چې امريکايي چورلکو د ننګرهار ولايت له هسکې مينې او دوربابا ولسواليو څخه داعش وسله وال نورو سيمو ته لېږدولي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ایران په امريکا دغه ډول تور پورې کوي بلکې تر دې مخکې په کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي، ضمير کابلوف او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ورته څرګندونې کړي چې امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې پټ ملاتړ کوي او هغوی ته د چورلکو له لارې وسلې غورځوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close