ایران د اټمی پروګرام او يورانيمو غني کولو د بيا پيل خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۵)

ایران خبرداری ورکړی که  روسيه، چین او اروپايي قدرتونه د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون ته درناوی ونه کړ نو دغه هېواد به يوځل بيا د يورانيمو غني کولو او اټمي پروګرام چارې له پخوا په لوړه کچه بيا پيل کړي.

د ایران د اټمي انرژۍ ادارې وياند بهروز کمالوندي تيره ورځ د دغه هېواد دولتي تلويزيون ته د خبرو پر مهال وويل، که د ياد تړون ګډونکوونکي شپږ اټمي هېوادونه دغه تړون ته شاه کړي نو ایران به له پخوا په زیات قوت د يورانيمو د غني کولو او اټمي پروګرام چارې پيل کړي.

د کمالوندي په وينا، ايران له هغه وخت څخه چې دغه تړون يې لاسليک کړی اوس په لا ډير پياوړي حالت کې دی.

د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امریکا په ګډون د شپږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و خو تيره اګست مياشت کې د امریکا ولسمشر ټرمپ له دغه تړونه ووتله.

د دغه تړون اروپايي لاسیکوونکي غړي فرانسه، برتانيا او جرمني ژمنه کړې چې ته به ژمن پاتې شي. خو اسراييل او سعودي عربستان د امريکا د ولسمشر د یادې پرېکړې هر کلى کړى و.

په عين حال کې د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي چې ايران دا مهال په سخت مصيبت کې دی په وينا يې: ,”ایران د ځان ژغورولو کوښښ کوي. مونږ به وگورو چې څه کیږي. هغوي خبرې کوي او کنه، دا په ما پورې نه، په هغوي پورې اړه لري.”

ټرمپ له دې وړاندې ويلي و چې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په ياده مسله خبرو ته تیار دی خو ايراني مشر د نوموړي دغه وړانديز رد کړ او ويې ويل چې دا هسې ملنډې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close