ایران د داعش ډلې اته کسان اعدام کړي دي

نن د شنبې ورځ سهار مهال ایران د داعش ډلي اته کسان اعدام کړي دي. دا اته کسان تېر کال ایراني استخباراتو په دوو پېښو کې نیولې وو، چې یو یې د ایران په پارلمان برید و او بله د ایراني انقلاب لارښود خمیني په قبر برید و.
 
د ایران د «العالم» ټلویزون له راپور سره سم د ایران عامې او انقلابي دواړو محکمو دا اته کسان په اعدام محکوم کړي وو او نن هفته د اعدام حکم پلی شو، نوموړی ټلویزون وایي دا کسان «د اسلامي دولت ډلي» مربوط «تکفیري سلفیان» وو.
 
د نوموړي ټلویزون له راپور سره سم دا کسان ایرانیان وو، څه موده مخکې عراق او سوریه کې د داعش لیکو ته ننوتلي وو او هلته جنګيدلي وو، د ایران موجود مذهبي لارښود علي خامنیي د دې اعدام په اړه وویل چې د داعش ډلي دې کړنو سره په سیمه کې د امریکا او سعودي دولت پر خلاف نفرتونه زیاتیږي.
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close