ایران: د نورو بنديزونو په غبرګون د “هرمز تنګي” د تيلو د لېږد مخنيوی کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامناي د دغه هېواد د ولسمشر د هغه خبرداري ملاتړ کړی چې ويلي يې و، د امريکا د نورو بنديزونو په غبرګون کې به د “هرمز تنګي” د تېلو د لېږد مخنيوی وکړي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د جولای مياشتې په لومړيو کې ويلي و، که امريکا پر ايران د تيلو د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او پر دغه هېواد نوي بنديزونه ولګوي دوی به يې په غبرګون کې له فارس خليج د تيلو د انتقال مخه ونيسي.

خامنای د روحاني د يادو څرګندونو د ملاتړ برسيره ويلي، د ولسمشر وينا د ايران سياست او تګلاره ده.

هرمز تنګی له خلیج څخه ارام سمندر ته د تیلو د کشتیو او ټانکرونو د تیریدو مهمه او ستراتیژیکه لار ده چې په ورځني ډول د نړۍ د تېلو په سلو کې شل برخې له يادې لارې لېږدول کېږي.

د راپورونو له مخې، که ايران د هرمز تنګی وتړي پر نړۍ به د سعودي عربستان، قطر، عراق، متحده اماراتو او بحرين د تيلو انتقال بند شي.

خامنای د ایران د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره په يوه ناسته کې وويل: له امريکا سره د اتومي موافقې په اړه خبرې سم کار نه دی ځکه چې پر واشنګټن نور باور نه شي کيدلی.

په تېره مئ مياشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امريکا د ايران له اتومي تړونه وايسته او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېیو وویل “امریکا به د تاریخ تر ټولو کلک بندیزونه پر ایران ولګوي”.

امريکا وايي، ايران دې د اتومي وسلو پروګرام بند او د اتومي انرژۍ ادارې چارواکو ته دې له قيد او شرط پرته اجازه ورکړي څو په ايران کې د توغنديو جوړېدلو فابريکې وګوري، ټول امريکايي بنديان دې خوشې او له سوريې دې خپل ځواکونه وباسي.

خو ايران تېره اوونۍ وويل، د يوې داسې اتومي بټۍ کار يې په خلاصېدو دی چې د يورانيمو د غني کولو لپاره د زياتو سنترفريزونو درلودلو ظرفيت لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close